غزل 

چې رایادې د دنیا دا ناکردې شی
نو له سترګو نه مې اوښکې را خورې شي

په وجود مې را روانې مړې خولې شي
او په ژبه مې راټولي څو ښېرې شي

خپله هره قرباني زما ارمان شي
چی محتاجه شم د ټولو بهانې شي

کار خو نه کړې مړې مړې سترګې راته نیسې
مطلبی اشنا په تا مې وسوسې شي

دا قسمت دی زه په ټولو کې (آماج) شم
د غمونو تیره غیشي را پسې شي

شکیلا آماج