سرليک: پیغور نه لرم

خدایه زور یې مات کړې چي یې زور نه لرم
تا مي مددګار شه بله لور نه لرم

ورک شومه له کلي او له کور څخه
ستا ددین لپاره، بل کوم تور نه لرم

هره ورځ بمبار شم هره ورځ مرمه
داسي وژل کیږم لکه پور نه لرم؟

نشته راسره ابراهیمي قوت
ګڼي داسي نه ده ،چي اوور نه لرم

چیغي د ملالي خور بیا جګي شوې
ملک به زه ګټمه، چي ورور نه لرم

ورک شول افغانان چي پښتو وګټي
نه لرم خوشحال غوندي، سپور نه لرم

خوښ په القاعده او په طالب یمه
غلام مه راته وایه، دا پیغور نه لرم

خروټی سیدشاه غلامي نه مني
ځکه په خپل کلي کي کور نه لرم


سیدشاه خروټی-لندن