څراغونه وو رڼا وه يو ته نه وې
سر تندى وهل ژړا وه يو ته نه وې

ملائيكې پاس له عرشه وې راغلې
خو په خلكو كې غوغا وه يو ته نه وې

ستا د تورو زلفو رنګ و ستا غوسه وه
شپه وه تالنده برېښنا وه يو ته نه وې

سپوږمۍ كله، كله لږه ښكارېدله
ستا څېره وه ستا ادا وه يو ته نه وې

ستا ښېرو ښكلې د ناز جامې په تن وې
لپه، لپه دې دعا وه يو ته نه وې

هم انجام او هم آغاز د زنده ګۍ و
ابتدا وه انتها وه يو ته نه وې

جنازه مې د نور سپين امام كوله
ټولو كړې اقتدا وه يو ته نه وې

عبدالستار سعادت