غزل

 ښاغلي نجيب الله جبارخېل

قسم په خدای چې دپردو لمسون دی
څوک مدرس او څوک معلم مې وژني
چې دعلم او فرهنګ کور ورانوي
هغه سپېڅلی متعلم مې وژني
راته عجیبه قضاوت ښکاري دا
چې طالب پاڅیږي عالم مې وژني
دخپل قدرت او اقتدار په خاطر
هغه دتیرې ورځ حاکم مې وژني
نه پاک اسلام نه جهاد داسې وایي
ښه پرې پوهیږم چې ظالم مې وژني
داجنګ دکفر او داسلام خو ندی
خپله ګاونډ څخه مسلم مې وژني


راليږونکی : شر يف الله غفو رزې لکنوال