غزل
کافر دې کړم جينۍ په قسمو مې باور نکړې
يې څنګه مسلمانه په توبو مې باور نکړې
بيګاه مې ټوله شپه ته تر سهاره يادولې
د وچو وچو شنډو په پترو مې باور نکړې
خبرې ته مې غوږشې،وايې مه رانيږدې کيږه
اوس ته هم عجيبه شوې په لاسو مې باور نکړې
دا ستا دمينې ټس دی چې اوس زيړ زبيښلی ګرځم
پروا نشته که ته په ژړيدو مې باور نکړې
يوه داسې ورځ به راشي چې فريد فريد به وايې
نن خير دی که په سوال او په لوزو مې باور نکړې
فريدالله حسن زی خوست