مينه
څړيكه شمه درد شمه پرهر په غيږ كې ونيسم
مينه شمه، عشق شمه ځيګر په غيږ كې ونيسم
تاو له دې سپوږمۍ شمه ، اسمان شمه له ستورو شم
لمر نه هم راتاو شم بس دلبر په غيږ كې ونيسم
غرونو ته چې وخيږم كركڼې وي ګورګورې وي
زه له ټولو تير شمه نښتر په غيږ كې ونيسم
ښكلونه جنت ډك دى، اسمان ډك دى دنيا ډكه
حورو نه هم ښكلى د زړه سر په غيږ كې ونيسم
نورې روژې ماتې كړم،اوبه وڅښم ديدن وكړم
غلى غلى ورشمه اختر په غيږ كې ونيسم
چپ شه اى (معروفه) دغه چل نورو ته مه ښايه
كورنه چې راووځي نو يې ژر په غيږ كې ونيسم
محمد بلال (معروف)
04.07.2010
- اسدافغان
نوم مې خاوري عبدالرب رسول دى تخلص مې سياف او د كابل ولايت په پغمان كې ۱۹۴۶ ع كال زېږېدلى يم غواړم د خپل ژوند لوړې ژوري په څو لنډو ټكو كې درته ووايم :
ښه مې په ياد دي چې كله اووه كلن شوم مور او پلار راته د مكتب غمه وخوړه د پغمان په لومړني ښوونځي كې يې داخل كړم هغه وخت چې استاد صرف الف وويل مابه ورسره د الله كليمه وويله ځكه چې لياقت مې تر نورو څه ښه ؤ د ۱۲ كلونو په عمر له منځني ښوونځي نه هم...
08.07.2010
- اسدافغان
د څوکیو ملنګان-طنز
حبیب زی
المانڅو کاله پخوا ما دتر کيې دنامتو ليکوا ل عزيز نسين يوه خوږه کيسه ولوستله چې غواړم هغه له خپلو یادونو دلته اوس له ګرانو لوستونکو سره شریکه کړم . هغه کيسه نه يوازې دهغه وخت خبره وه ، بلکې يو څه دنن ورځی له حالاتو سره هم اړخ لګوې ....