خپلې لیکنې ته مې ځکه پورته عنوان ورکړو چې همدا څو شيبې وړاندې مې یوه لیکنه د (خوستوال خوشبختته دي ) تر عنوان لاندې ولوستله.
زه به د خپلې لیکنې په ترڅ کې تاسو ته دا روښانه کړم چې خوستوال د کرزي له پاچاهي له شروع نه تر اوسه ښه بخت نه دی لیدلی.
له کله نه چې نړیوال افغانستان ته راغلي، او کرزی صیب يي د واک په ګدی سپور کړی خوستوالو ښه ورځ نه ده لیدلي.
خوستوالو په ټولو انتخاباتي پروسو کې کرزي صیب ته ښې پریمانه رايي ورکړي، او ده څه ورته کړي چې یو خوستوال يي هم په دې دومره پریمانه وزارتونو او ریاستونو کې په دنده نه دی ګمارلی، بل خوستوال پدې هم تورن دي چې دوی د کرزي طرفدارن دي، او مرکزي دولت کې د کرزي مخالف خوستوال تر خپلې وسې په هر ځای کې تر خپلو پښو لاندې کړي، او د پرمختګ دروازه يي ددوی پر وړاندې تړلي ده .
له بل پلوه کرزی صیب يي اول کې خوستوال په ښو ډيرو وعدو وغولوي او هر کله چې دای قدرت ته رسیدلی بیا يي یوه هم پر ځای کړي نده.
زه نه پوهيږم چې دا خوستوال د افغانستان وګړي ندي، دا د شمالي وزير ستان اوسیدونکي دي، دا دې میرانشاه اوسیدونکي دي، دا داتاخیل دي، دا دوړ دي او که د کوم بل مذهب پیروان دي، چې کرزی صیب ورته دومره په سپکه سترګه ګوري ؟
خوستوالو کې علمي کدرونه نشته ، ایا دوی په پخوانیو دولتونو کې په لوړو پوستونو دندې نه دي تر سره کړي، او که کومه بل نیمګړتیا لري چې کرزی صیب ورته په نه سترګه ګوري.
په هر صورت زه فکر کوم چې خوستوالو خپله دا زمینه کرزي صیب ته مساعده کړي چې په خوستوالو هر ډول لوبې وکړي، هر والي چې ورته راولیږي نو دوی يي دومره هر کلی وکړي چې والي په خپل ځان کې حیران شي چې دا خو والله چې په رښتیا سره زه ددغه چوکۍ وړتیا لرم، هر کله چې کرزي صیب کوم والي خوست ته رالیږلی ، که د چاپلوسي ورته ووايو او که دې میلمه پالنې ورته ووایو نو خوستوالو د خوست په ښار کې لونګۍ (پټکی) ورکې کړي ، ټولې دوی واخلي او د وخت والي په سر يي ور واچوي. والي صیب يي بیا په پایله کې څه وکړي، چې په خوست کې تر خپلې وسې جیب ډک کړي نور بیا په خپله مخه ځي.
رابه شو د حمید الله ورور لیکنې ته چې ده لیکلي خوستوال خوشبخته دي، ځکه چې داسې یو ځوان والي خوست ته کرزي صیب رالیږلی چې د لیاقت ساری يي نشته ، زه به دغه ورور ته ووایم که چیرې دغه والي په رښیتا سره لایق وای، او خوستوال په رښتیا سره خوشبخت وای نو خوست ته به دغه والي د اداري اصلاحاتو د ازموینې وروسته راغلی وای، نا نه خوستوال دومره خوشبخت دي او نه دا والي دومره لایقه دی چې حمیدالله ورور يي صفت کړی، ښاغلی نعیمي د ګيلاني صیب په واسطه د کرزي صیب په امر خوست ته راغلی، دا چې ځوان دی هغه بیله مسله ده .
دې نعیمې صیب یوه کیسه به دلته زه لوستونکو ته وکړم، کله چې دای خوست ته راغلو نو ده د خوست په ملي تلویزون کې داسې اعلانونه خپارول، چې په هغې کې هغو کسانو ته اختارونه ورکړل کیدل چا چې دولتي ځمکې غصب کړي تر څو له دغه غصب څخه لاس په سر شي.
ده په رښتیا سره هم په خوست ښار کې یو کور چې د یو چا له خوا غصب شوی وه ړنګ کړلو ولی دا پروسه نوره بیا ودریدله ، په رښتیا سره هم دغه کار د خوستوالو لپاره د خوشبختی کار وه خو بدبختانه چې دغه کار نور پايښت ونه کړلو، ما څو ځایه پوښتنې وکړلې چې دغه پروسه ولې ودریدله ، یو کس راته وویل چې زه يي دلته نوم نه غواړم ووایم ځکه چې لوستونکي د وخت نظام او حالاتو ته په کتو سره خپله پوهیدلی شي، ده راته وویل چې نعيمي صیب دا اعلانونه ددې لپاره نه خپارول چې دا ځمکې به له غاصیبینو خلاصي کړي بلکي ده دا اعلانونه ددې لپاره خپارول چې دا ځمکې نورې هم ددوې په منګولو کې ورخښې کړي، ما ورته وویل چې ستاسو هدف له دغه خبرې څه دی ، ده وویل چې په خوست کې د فساد لپاره نورې منبعې ختم شوي، نو ددې لپاره چې دا والي هم خپل جیب واپس خالي کابل ته یونسي نو ده دا اعلانونه خپاره کړل، غاصیبینو په اول کې دغو اعلانونو باندې ځانونه کاڼه کړل خو کله چې ده د یوه غاصب یوه ودانی ړنګه کړله نو نورو غاصیببنو په ډيره بیړه سره ددغه کار مخه ونیوله دوی چې هر څومره پیسې نعیمي صیب ته ورکړي وي په دې باندې الله (ج) ښه پوهیږي.
اوس نو زه له حمیدالله ورور څخه پوښتنه کوم چې ایا خوستوال په رښتیا سره هم خوشبخته دي؟
دا څلور کاله کیږي چې د خوست او ګردیز په لویه لاره کار روان دی ولې تر اوسه جوړه نشوه او دغه کار ډير پڅ روان دی، په خوست کې ټولې دولتي ځمکې د کرزي صیب والیانو چور کړلې ، په خوست کې تر سلو جریبو ځمکه باچاخان ځدران د کرزي صیب په امر ونیوله ، په خوست کې هر ه ورځ بمې چاودنې، ترور ، غلاه ګانې کیږي، په خوست کې برق نشته ، په خوست کې اوس ولایتې شورا هم د نعیمې صیب په امر او دده سره په تفاهم د فساد یو کمیسون جوړ کړی او د خوستوالو څخه په ډير ښه قناعت ورکولو او په خلاص زړه په قومي شخړو کې په درز سره پیسې اخلي،زه داسې خبر شوی یم چې د خوست ولایتي شورا یوازې د یوې قومې پريکړې په ترڅ کې په سلهاو لکونو روپی اخیستي .
د خوست هوايي ډګر ډير پخوا منظور شوی دا چې څوک به يي جوړ کړي، لا معلومه نده خو ورور حمید الله دغه چاره د نعیمي صیب بولي.
لوستونکي دې اوس قضاوت وکړي چې خوستوال خوشبخته دي او که بدبخته ؟
زه دې یوې مشورې په توګه خوستوالو ته لیکم چې خوستوالو نوره د دغه لارې راوګرځي، خپلو حقوقو لاسته راوړنو لپاره مبارزه وکړی نه چاپلوسي. د خپلو حقوقو لپاره له خوست بهر لاړ شی نه په خپل کور کې ناسته .
یو عادی کس به وي ، څوک به يي په کابل او یا نورو ځایونو کې د ریس په توګه هم نه مني ولي په خوست کې به د والي یا د امنیه قوماندان په توګه دندې تر سره کوي.
زه په خوستوالو غږ کوم چې نه دتاخیل یو، نه دوړ یو ، نه د شمالي وزیر ستان وزیر یو، خوستوال یو او د افغانستان وګړي یو نو په دې اساس د خپلو حقوقو لاس ته راوړلو په خاطر ما چا ته سوال کوی او ما چاته زاری ، بلکي مبارزه وکړی تر څو خپل حقوق تر لاسه کړی.

ودان خوستوال 

rohi.af