نه چې باد والوزي د شمعې نه رڼا واخلي
ستا دې بلا ټوله په ما شي خداى دې ما واخلي

وېرېږم نشي چې دوكه شي د مرګي ملكه
زما د روح لپاره راشي رانه تا واخلي

كله مرګى هم يو مين غوندې يو كار وكړي
راشي په ډېرو بدرنګيو كې ښكلا واخلي

ستا زړه ته غم درشي په دې اړيكه پوه نشومه
زما له شونډو تبسم واخلي خندا واخلي

ته په كې نه وې ما پرون او نن ته اور واچوۀ
زياتى به وكړي كه بېلتون مې بيا سبا واخلي

د سعادت د زړه زخمونه چې كړي وازې خولې
څوك يې ښېرې څوك ترېنه لپې د دعا واخلي