هغه د مسجد او د ممبر خبري څه شوی
توره شپه خوره ده دي سحر خبري څه شوی

ملاصاحب خطبه کي دي سياست کوي خبري
هغه دي الله او پيغمبر خبري څه شوی

ذاهد هم رياکارشوچي په مکر کړي خبري
داامر بالمعروف ونهي عن المنکر خبري څه شوی

وبا د جهالت ده ګډه شوي زموږ په کلي
نشته علم نشته دي هنرخبري څه شوی

ورور چي ظلم وکړي سزاخورته ورکړل کيږي
څه شوۍ دي غيرت او دټبر خبري څه شوی

څومره بےوسي ده چي په خپل کور کي مهاجرشوم
يؤ والي داکابل او پيښور خبري څه شوی

پرون چي مي د پيغلو حالت وليد ژړا راغله
هغه د منګي او د ګودر خبري څه شوی

سيدشاه نن خريدار دتورو سترګو شنو خالوشو
هغه دجهاداو دسنګر خبري څه شوی