د سولې جرګه
شمله ورو پګړي وتړئ جرګه شئ
دارين په خاوره ټولي را ښکاره شئ
د نازو بچي شټيږي په سرووينو
يا ميرويس شئ يا احمددزرغونه شئ
ياپګړي له سره ښځو ته ګذار کړئ
يايوالي دغيرت هسکه شمله شئ
دوختنو دظلمت دور کړئ ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يوننداره شئ
ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼوکې ښايسته شئ
دحفيظ دهيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شئ جرګه شئ
زرلښت حفیظ
27.05.2010
- حسیب الله شینواری
ارزو او احساس
پلار:
بچیه مه ژاړه سلګۍ مه کوه
په مجبورۍ دې اخیستلی نه شم
ګوته مې ونیسه راځه راپسې
د خان نیازبین خو کوزولی نه شم
ستا دحسرت اود ارمانه لوګی
مینه مجبوره ده شفقت ګاڼه دی
د زردارانو ظا لمانو په لاس...
29.06.2010
- حسیب الله شینواری
غزل
غواړم چې جوړ کړم خو تصوير دې جوړولی نه شم
د حسن بحر دې په خيال کې ځايه ولی نه شم
سپرلی دې شونډو باندې راشي چې مسکۍ شې لږه
دومره ګلان شي چ...