ارزو او احساس

   پلار:

بچیه مه ژاړه سلګۍ مه کوه

په مجبورۍ دې اخیستلی نه شم

ګوته مې ونیسه راځه راپسې

د خان نیازبین خو کوزولی نه شم

ستا دحسرت اود ارمانه لوګی

مینه مجبوره ده شفقت ګاڼه دی

د زردارانو ظا لمانو په لاس

زمونږ د خوارو معیشت ګاڼه دی

احساس اوده کړه ارزو مړه بچیه

هر یو ارمان دې په غربت ګاڼه دی

بس کړه نور مه ژاړه مجبوره زویه

په مخ دې سرې اوښکې لیدلی نه شم

بچې:

دا بې وسي که بې حسي ده بابا

پښې ابله بچی دې په اغزو ګرځوې

څومره مجبوره یې چې مانه وینې

دغه غاصب خو په لېمو ګرځوې

چې ټوله ورځ په منډو ستړی شمه

بیا مې د شپې د خان په پښو ګرځوې

ستا احترام په دواړو سترګو بابا

خوبې حسۍ ته دې کتلی نه شم

پلار:

ستا د جذباتو نه قربان بچیه

خو عجیبه غوندې سوچونه کوې

ای د مزدور او د دهقان بچیه

خپل باباجي ته پېغورونه کوې

مولا دې تاله درکړي توان بچیه

څومره په زغم دغه کارونه کوې

زه هم نور دا ظلم زغملی نشم

خو دناکامه څه ویلی نه شم

بچې:

د ناکامۍ طوفان په څنګه ټینګ شي

زما د ځوانو حوصلو مخې ته

د بې علمۍ تیارې په شا نه ګوري

زما دعلم د جلوومخې ته

ای د ډیر عمر ناکامۍ، غریبۍ

چرته به تاته پښه نیولی نه شم

پلار:

زه دې بیدار کړم دغفلت له خوبه

بچیه ستا دغه پېغور ښه ګنم

چې داحساس زخمونه نوروکنې

بیا خو د مالګو دا ټکور ښه ګڼم

کرم مې سترګې پرانیستلې زویه

زه یم پښتون له سواله زور ښه ګڼم

د کامیابۍ او کامرانۍ په سبا

بیدار ضمیر اوده کولی نه شم

                                                                                کرم مندوخیل