ننګر هاره:

زرلښته حفيظ

 
ټـــاټـــــوبــــی د غيـــرت يې زما ښکــــــلی ننګرهاره
ګلونو کې زمـــــــــــــا دمينــــــې هــــــاره

غرونه دې لعلونه دي ولسونــــــه د ې نــــــــا مــــــــــــداره
کونړ سيند په نغمو دی يــــــادوي په هــــــــــــر چـــاره
سپين غر هم په ځلا دی لمسوی مې نـــــــن بـــــيــواره
ته سپين د نارنج ګل يي اباد اوســــــی تــــــل بــهاره
ټا ټوبی د غيرت يي زما ښکـــــلی نــــــنــــګرهـــــاره


بچي دې عالمان دي شـــــــاعـــــــران دي ملـــــــکان دي
جرګو ته په هجرو کې راټول شــوي شنه زمريان دي
سنګر د غليم مخي ته ولاړ لــــــــکه د سپــــــــــر دي
دا ميندې دي هوښيارې چې روزلــــــــې اتـــــــــــلان دي
هريـــــو ځـــــــوان دې شيـن زمری دی هره پيغله دې ملاله
ټاټوبی د غيرت يې زماښکلی ننـــــــــګرهـــــــــــــاره


بلبلې بوراګان ستايي ستا بـــــــــــــــاغــــــــــونه
هر يو دا امير دی سيندونه دي که غــــــرونـــــــه
نغمې د ميني وايې خبرو کی د ســــــــــــتا يـــــــــــــي
دحسن شهزاد ه يــــــــــې لرې لاسونو کې لعلونه
ته سپين د نارنج ګل يې ابــــــــاد اوســـــــي تل بهاره
وياړنې ټول پــــــه تا دي ای د (خان غفار) مـــــــــزاره
ټا ټوبی د غـــــــــــيرت يـــــــــــې زما ښکلی ننګرهاره

باغو ته د ې راځمه  نارنج  ګل  ټــــــــولــــــــــــومــــــــــه
داسره ګلاب ګلو نه سوغــــــــــــات سره ليــــــــــږمه
(حفيظه) مخ د ګل شه خو عمــــــــر دګـــــــــل مــه شه
تورمخو ته به وايم  اشنا خو شحـــــــالـــــــــــــومــــــه
ته سپين د نارنج ګـــــــــل يــــــې اباد اوسې تل بهاره
ټاټو بی د غيرت يې زمــــــا ښـــــــــــــکلی ننګر هاره
وياړنې ټولې ستا دي دټــــــــــولنـــــــــــې افتـــــخاره