زما زخمي زخمي وطنه ملنګ جان خپه دی
ارواح يې بياتازه کووننګ دا فغان خپه دی
****
په ګران هيوادکې دنفاق د اورلمبې جګيږي
دموردغيږې دماشوم زړګی په بم چاوديږي
دغه وحشي دغم وختونوته اثره نه کيږي
خاونده ولې نور زمونږه توبه نه قبليږي ؟
****
دوطن عشق کې ليونی په قبرستان خپه دی
ارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی
****
زموږوطن کې دجنګونولوی سنګر وګورئ
په سروګولیودماشـــوم زخمي ټټر وګورئ
نورمودميندوپه سلګوکې شيمه پاتې نه شوه
ديزيدجنګ دی کربلاکې لوی محشروګورئ
****
خيبردغم نارې وهي پښتنونستان خپه دی
ارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی
****
پښتنوشور د افغانيت دننګ سړي غواړي
دملنګ جان په پل روان هغه زلمي غواړي
چې دخوشحال او د احمد په ارادو مين وي
لکه ميرويس هسکه شمله په زندګي غواړي
****
زمونږ دميندوفريادوته خوشحال خان خپه دی
ارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی
****
پښتنوجوړه کړئ جرګه ملي تړون وغواړئ
زمونږ دټولو مليتونو پيوستون وغواړئ
چې نوردغم اودويرنوکيسې پاتې نه شي
دنوې عصر تقاضادژوندسمون وغواړئ
****
حفيظ دسولې اوآز پورته کړه افغان خپه دی
ارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی
زرلښت حفیظ