د مشتاق رحیم لیکنه

د خیبر تلویزون جوړیدل د لر او بر او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې‎ پرتو پښتنو دپاره یو ځانګړې زیرې وو- ډیرو یارانو یو بل ته زیری ورکړو چی اوس نو پښتو مو هم نړیواله شوله- خو له بده مرغه دغه خوښي هغه وخت لنډ مهاله وختله کله چی په تلویزون کی مو یوه نوی ژبه چی ډیره برخه یی اردو، یو څه انګریزی او ډیره لږه یی د پښتو څخه جوړه وه- دا لا څه کوی چی خپرونی هم یی د پښتون کلتور، دودونو او رواجونو سره اړخ نه لګاوو- بیا مو د تلویزون پر پرده نوی شعارونه واریدل چی ویل به یی شمشاد ستاسو په خوښه ستاسو په ژبه او یا شمشاد د افغانی کلتور ریښنی هینداره او داسی نور- دا چی دغه تلویزون د کابل څخه خپلی خپرونی پیل کړی نو هیلی مو پیدا شوی چی اوس نو پښتو بیا نړیواله شوه-

شمشاد په ډیر لګ وخت کی نه یوازی په افغانستان بلکی د نړۍ په ګوټ ګوټ کی خپل ځانګړی مینه وال پیدا کړل او همدغه ډول هغه ناهیلۍ چی خیبر له کبله راپیدا شوی وی له منځه ولاړی- د افغانی کلتور هر اړخ ته په خپرونو کی ځانګړی پاملرنه وشوه او همدا راز د پښتو ادب او ژبی ته داسی بی ساری خدمتونه وشول چی ټولو افغانانو پام یی ځانته راوګرځولو- په تیره بیا په لره پښتونخوا کی یی دومره مینه وال خپل کړل چی خیبر یی په چغو کړو-

خو اوس نو شمشاد تلویزون هم خپله لار بدله کړی ده او پر هغه لار روان شوی دی چی د پښتو ژبی لومړی تلویزونی چینل خیبر روان وو- که خپرونو ته یی وګورو نو له ورایه ښکاری چی ډیرې یې د افغانی کلتور پر زد دی- د پیغلو ګډاګانی، د پروګرام د چلونکو میرمنو او هلکانو تر منځ خبری اتری او داسی نور یی د یادونی وړ دی- په سندرو کی یی د میرمنو ګډاګانی او جامی یی نو زما په اند د افغانی او پښتنی ټولنی د اصولو  سره هیڅ ډول سر نه خوری- د تلویزون اداره به دا وای چی دا خو سندرغاړی په خپله جوړوی او مونږه یی مخه نه شو نیولی نو وروره، خو مه یی خپروه ولی چی ستا دشعار او پالیسی سره سمون نه خوری- زه درته باور درکولی شم چی دوی به دغه ډول ویډیو ګانی نه جوړوی ولی چی شمشاد اوس ددغه سندرغاړو ارتیا ده نه دوی د شمشاد اړتیا دی-

د خپرونو په اړوند ګیلی خو به روانی وی خو اوس خو مو نو په ټولیزه توګه د خیبر پر پلونو پل ایښودل پیل کړل- د دوبۍ مرکز د پرانیستی څخه وروسته خو داسی راته ښکاری لکه چی خیبر تلویزون ګورو- هماغه ګډوډه پښتو ده- سندره په ګانه (په اردو کی سندری ته ګانه وای) باندی بدل شوه، شمیره په اردو کی ویل کیږی او دا خو لا څه کوی چی پښتو راته په اردو کی لیکی (نمک منڈی پشاور) او د ټوکو ټکالو پر ځای پکی مینه شمس ګپ شپ لګوی-

داسی راته ښکاری لکه چی شمشاد ته د دوبۍ نه ډیری روپۍ لاس ته راځي نو همدا ده چی هر څه نه ورته تیر شول- ددغه مرکز څخه خپریدونکی پروګرامونو کی یو افغان هم ددی وړ نه بلل کیږی چی ورته ځای ورکړل شی- اوس نو نه زمونږ په خوښه دی او نه زمونږ په ژبه ولی چی د پیښور ګډه وډه پښتو کی شو- ویره خو مو داده چی اوس راته اردو پکی را پیل نه کړی ګنی د قاید اعظم ننداره خو پکی هر وخت کوو-

ډیر دخفګان ځای دی چی شمشاد هم پښتانه ناهیلی کړل- نه یی راته کلتور پریښود او نه ژبه- خو اوس هم څه تللی او راغلی نه دی- یا خو دا ښاغلی مو سوچه پښتانه کړئ (دپښتو کورسونه ورته برابر کړئ) او یا یی په خپله لار ولیږئ- که نه نو نه به مو شمشاد وی او نه دغه قدر او عزت او بیا به لکه خیبر چغی وهئ- سیاست پوهانو او مشرانو د غولونی نه وروسته مو یوازی په فرهنګیانو ټټر ډبولو خو که فرهنګیان هم د پیسو په مینه کی جفا راسره وکړی نو بیا به راته هیڅ څوک پاتی نه شی-  

 

نوټ: ډیر ملګری به راته وای چی افغانان نوری کمی ستونزی لری چی رحیم د شمشاد په اړوند لیکل کوی او راته به وای به چی ښه اوزګار خو دی- خو ملګرو، دډیرو دوستانو تبصرو ددی ته اړویستلم چی دغه لیکنه وکړم- شمشاد د پښتو دنړیوالتوب په تکل کی یو ځانګړی قدم دی او که چیری دغه قدم اوخویدلو نو بیا مو راجیګیدل به لږ ستونزمن وی- دا زمونږ د شمشاد سره د مینه هم ښای نو یو ځل بیا ددغه تلویزون د مشرانو نه هیله کوم چی لاری ته دی سم شی او شمشاد دی راته زمونږ په خوښه او زمونږ په ژبه کړی او دی سره سره دی د افغانی کلتور هینداره کړی.