د حمید بابا د قبر شناخته یې هم و نړوله.

تر دې د مخه یې د رحمان بابا، خوشال خان، حمزه ... پر شناختو غزا کړې وه.

تر هغه د مخه یې د بایزید روښان مړی په سیند لاهو کړی و.

دا خلک څومره سپېڅلي ایمان داران دي.

دا مړي خو د دوي ایمان ته یو بې ساري ګواښ و.

دوی د بامیانو پر بودا هم د خپل ایمان باروت ختم کړي وو. هغه تیږې چې څوارلس  سوه کاله یې د سپېڅلي اسلام تر سیوري لاندي د یوه ویاړلي تاریخ کیسې کولې، د دوی له ایمان سره چېرته جوړېدې.

د دوی ایمان خو تر ښیښې نازک دی.

په غره کې یوه تیږه، په هدیره کې یوه شناخته، په کوڅه کې د یوې ښځې د پښو ښکالو یې ورته له خاورو سره خاورې کړي.

پرېږده چې دا اتلان مو له مړو او له تیږو سره اخته وي.

چې له مړو مو دومره ډارېږي نو ژوندي خو به مو ضرور ورته بلاوې ښکاري.

د یویشتمې پېړې بت پرستانو ته دې د مړو پر وژلو زر ثوابونه ور په برخه شي.

د عدویې رابعې، منصور حلاج، سنایي، عبدالله انصاري، بلخي رابعې، عطار، د بلخ مولانا، روښان پیر، خوشال، رحمان، حمید، حمزه او زرګونو نورو ویاړلو انسانانو هډوکي مو دوی ته وربخښلي دي.

زموږ یې له فکرونو سره کار دی،

موږ به یې فکرونه او خیالونه لمانځو.

زموږ ایمان زموږ په زړونو کې خوندي دی. دوی دې د خپل ایمان خیر په هدیرو کې ټولوي.

 

 

هر گز نمرد آنکه دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریدهٔ عالم دوام ما