داقتصاد وزارت لنډشالید او په افغانستان کې د پلان جوړونې سیستم
ژباړه او زیاتونه :- ولی خان شبګیر
افغانستان د غني طبعي او بشري پانګې دشتون له کبله داقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو دغوړیدو امکانات لري،خو دمالې پانګې ،پوهنې،تکنالوژی،اود اقتصادي سازمانونودشاته توب له وجې تراوسه ندی توانېدلی چې له دغو غني پانګو اړینه ګټه واخلي،اوله بله پلوه دافغانستان په وچه کې راګیر محیط هم د اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه لوي خنډاودزیات لګښت سبب بللی شو، دیادوشوؤ لاملونو په پام کې نیولو سره دافغانستان حکومت دځانګړي سیاست په چوکاټ کې یولړ منظم ګامونه او پلانونه د۱۹۲۰م کال وروسته دهیواد دچټک پرمختګ په موخه په کار واچول ، چې دغه پلانونه دځینو اقتصادي سکتورونو لکه مخابرات ، صنایع،پوهنې او دادرای اصلاحاتو په ډګر کې پلان ریزي شوي دی خو دوخت شومو او کرغیړنو پېښو یې پلي کیدل اوتطبیق تر ډېره حده ستونزمن کړی دی ،دبېلګې په توګه داقتصادي او ټولنېزپرمختګ یواوه کلن پلان دکار لاندې وؤ چې دوهم نړيوال جنګ یې کار له خاوروسره خاوری کړ،خو د جنګ له ختمېدو وروسته دولت یوځلې بیاد یادشوي پلان ځینې پروژې تجدید نظر کړې،اود هلمند په دښتو کې یې یو څوپروژې پلې کړي ، خو له دې کبله چې دغو پروژو او پراختیايي فعالیتونویو نصب العین معینه پلانګزاري نلرله او دهیواد دیوې ټاکلې سیمې په پراختیاپورې تړلی وؤ پلی نشو،او دیوه پنځه کلن نوي پلان په فکر کې شول،چې د داقتصادی او ټولنیزې پراختیا پنځه کلن لومړي پلان د مرحوم سردار محمد داودخان تر سرپرستۍ لاندې دجوړیدو کارپیل شو ، په داسې حال کې چې د ملي،خپلواک،پرمختللي،هم غږي ، او دنننئ تکنالوژي پر پایو ولاړ اقتصاد جوړیدل دجلالتماب درامانون ګېډه او ملا جوړوله، او په کال ۱۳۳۳دلړم په میاشت کې دلومړی پنځه کلن پلان دمرحوم عبدلالملک عبدالرحیم زی دوخت مالې وزیر او داقتصاد وزارت سرپرست له خوا کار پیل او د ۱۳۳۴ کال په اخیر کې یې کار بشپړ شو چې دیادشوی لومړي پلان د ۱۱.۹ ملیارده افغانیو په اټکل شوي لګښت یې په ۱۳۳۵کارپیل اود ۱۳۴۰کال پورې یې دوام وکړ، په همدې ترتیب داقتصادي او ټولنیزو پراختیا دویم پنځه کلن پلان چې د وخت دپلان وزیر محترم عبدالحی عزیز له خو ترتیب شوی وو د۳۱.۳۵ ملیارده افغانیوپه اټکل په کال ۱۳۴۱ پیل اود ۱۳۴۵ کال پورې یې دوام وکړ ،په پایله کې د لومړي او دویم پنځه کلن پلانونو لومړي توبونه اقتصادی پراختیا او بنسټیز کارونه(زیربنا) او همدارنګه دټولنیزو پراګرامونو تطبیق ګڼلی شو.
دریم پنځه کلن اقتصادی او ټولینیږ پراختیایي پلان د ۲۵ ملیاردو افغانیو په اټکلی لګښت په کال ۱۳۴۶ کې پیل او تر کال ۱۳۵۰ پورې یې دوام وکړ،مګر اقصتادي خړپړتیا،د۱۳۴۹او۱۳۵۰ کالونوپرله پسې وچکالیو او یو لړ اداري ستونزو له کبله له هغو زېر بناوؤ چې دلومړیو دوؤ پلانونو په پایله کې لاس ته راغلې وې د هیودا په صنعت جوړونه کې څومره چې اړینه وه ترې ګټه نشوه پورته ،له همدې کبله د دریم پلان پانګونې د دهم پلان په پرتله کمئ وکړ.
څلورم پنځه کلن اقتصادي او ټولینېز پراختیایي پلان په کال ۱۳۵۱ د (؟) ملیاردو افغانیو په اټکلی لګښت په داسې حا کې پیل شو چې هیوداد مالي وضعیت د ډاډ وړ نه وؤ او ددولت د عوایدو او لګښتنو دتادیاتو په بیلانس کې هم یو لړ ستونزې راولاړې شوې وې،له همدې کبله له یوې خوا اټکل شوې پانګه او ټاکل شوې موخې داقتصاد په آډانه کې په پوره مانا نه وې تضمین ،اوله بله پلوه دشاهی مشروطه نظام په جمهوري نظام اوښتل د پلان کار په ټپه ودراوه.
دیادولو وړ ده چې د دریم او څلورم پنځه کلن پلانونو په بهیر کې عبدالله «یافتلی» دوخت د لومړي وزیرمرستیال ،دوکتور عبدالحکیم «ضیائي»،دوکتور عبدالواحد«سرابی»،او علی احمد «خرم» دپلان دوزیر په توګه دندې تر سره کړي دي .
په کال ۱۳۵۲ د سرطان په ۲۶ د نوی نظام په راتلو سره اقتصادي وضعیت یو نوی رنګ واخیست،اودسالمې اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د دولت مټې را بډوهل د وخت د ادارې ملي لومړي توبونو باللی شو، ددولت دغه پاخه عقیده په کڼو سکتورونو لکه کرهنه،صنایع،بانکی سیستم ، سوداګری او داسې نورکې کې د پرمختګ د پام وړ پایله شوه، د اقتصادي ښې تګ لارې او د صنعتي ظرفیتونو نه په ګټې کرنیږ سکتور ښه اقتصادي وده وکړه اود پانګې اچونې حجم د تېرو کالو په پرتله د پام وړ بدلون شاهدي ورکړه ،سره لدې چې په نورو هیوادوکې د ټولیږ جدی پړسوب (انفلاسیون) شتون له کبله بیې ډېرې لوړې لاړي ،خو ددولت دسالم پولی سیاست تطبیق او داړینومالي موسساتو تشکیل وکړای شول چې نرخونه ودروي .
دچټکې اقصتادي پراختیا په موخه اوه کلن اساسي پلان طرحه او ترتیب شو،چې لومړي اوه کلن پلان د ۱۳۶۱-۱۳۵۵ کالو لپاره د ۲۰۷ ملیارده افغانیو په لګښت د لاندو موخو په پام کې نیولو سره ترتیب او وړاندې شو
۱:-دوګړو دژوند د کچې د لوړوالي په موخه چټکه اقتصادي وده.
۲:-په وارداتو کې بدلون (تعویض) ،د ګمارنې (استخدام) دکچې لوړاولي،د درندو صنایعو د تآسیس لپاره موکې تیارول ،داقتصادی خپلواکۍ په موخه د تولیداتو د ظرفیتونو لوړوالی .
۳:-دصنعتی خامو موادو تولید،د تادیاتود اڼدول تقویه کول،دغذایي موادو د خود کفایي په موخه د کرنیزو تولیداتو ډېرول .
۴:- دمالیي او کرنې په ساحه کې د ټولنیزو خدمتونو دپراختیا په مټ دعوایدو انډولیږه ویشنه،
۵:- دمالي او پولي سیاستونو سالم تطبیق او د اقتصادی نورمالتیا په خاطر دبیوثبات.
۶:- په دولتي سکتور د عوایدو او پانګې اچونې زیاتوالې او ورسره جوخت پانګې اچونې او سپما ته د خصوصی سکتور هڅونه
۷:- د ترانسپورت، مخابراتو ،اوبواو انرژي په سکتورنو کې د پراخې زېربنا زېږول
۸:- د وارداتو دتعویض له لارې د تادیاتو د اڼدول تقویه کول اوهمدرانګه د صادراتو لوړول او ورته د بازار موندنې ګټورې لارې چارې سنجول
۹:- دمالي ناسوچه پیداورو کچه په سلوکې (۵۳.۷) او کلنې وده په سلوکې (۶۳) ټاکل
د پورتنی هدف په بنسټ په پام کې وه چې د کورنیو ناسوچه پیداورو کچه چې په کال ۱۳۵۴ کې (۶۹.۶) ملیاردو افغانۍ وه (۱۴۷.۶۹) ملیارده افغانیو ته ورسوی، او همدرانګه دوګړو د (۲.۲۵)سلنې ودې په نظر کې نیولو سره ددسړي سر عواید (سرانه عواید) په کال ۱۳۵۴ کې له (۵.۴) زره افغانیو څخه د پلان په اخر کې (۷) زره افغانیوته ورسوي ،ولې دافسوس په بیه چې دغه ټاکل شوې موخو د۱۳۵۷م کال ثور د اومې نيټې کوداتا په خاورو لا هو کړې اود پلان وزیر مرحوم علی احمد (خرم) په داسې حال کې ترور شو چې په تېر شوي یو کال کې یې دپام وړ لاسته راوړنې لرلې.
د پام وړ ده چې له کوداتا وروسته د محمدخان (جلالر) چې له کوداتا وړاندې یې دتجارت وزیر په توګه دنده تر سره کوله دپلان سر پرست وزیر په توګه وګمارل شو او داچې له کوداتا مخکې هیواد ګډ(میکس)اقتصادي سیستم لره، یوازی په رهبری اقتصادي سیستم (پلانډ ایکونومی ) بدل شو،او ددغه نوی اقتصادي سیستم لومړي وزیر ښاعلی سلطان علی (کشمند) وټاکل شو چې ورسته ډاکټر شاولي او انجنیر محمد صدیق (عالمیار) په نوموړي ګدۍ په ترتیب وګمارل شول.
دپام وړده چې ورسته د پرچمیانو له کودتا د روسانو په لارښونه دپلان وزارت( د پلان جوړنې دولتي کمیټه ) په نوم واړول شواو لومړی رائیس یې دوخت لومړی وزیر ښاعلی سلطان علی کشمنداولومړی مرستیال یې فتح محمد (طرین) وټاکل شول چې وروسته ورسته بیا هر یو محراب الدین (پکتیاوال)،دکتور خلیل احمد(ابوی) سرور منګل،انجنیر محمد عزیز او محبوب الله (کوشاني ) په ترتیب دې پوست ونمول شول .
دډاکټر نجیب د واکمنی په مهال د ملي روغې جوړې له اعلان وروسته د نوموړي کمیټې نوم دپلان په وزارت بدل شواو انجنیر سلطان حسین یې دوزیر په توګه وټاکل شو د څه مودې وروسته بیا دکتور عبدالواحد سرابی همدا پوست ته وټاکل شو.په کال ۱۳۷۰ دوزارت واګې محی الدین (شهباز)ته وسپارل شوې او کابل ته دمجاهدینود ننوتو پورې د همدغه وزارت په راس کې پاتی شو.
داقتصادي دغه رهبري سیستم کې یو لړ پراختیایي پروژې د یموکراتیک خلق ګوند د پلنوم د یولسمې مرکزي کمیټې لخوادافغانستان داقتصادي او ټولینزو پراختیا په اډانه کې وړاندې او پلې شوې . کابل ته دمجاهدینو په ننوتو او دحضرت صبعت الله مجددی د موقت حکومت په درشل کې سید محمد علی جاوید د لومړي وزیر د مرسیتال او پلان وزیر په توګه وټاکه چې دطالبانو د امارت تر وخته په همدغه پوست کې دنده وغزوله.
په کال ۱۳۷۵ کې چې طالبانو د حکومت واګې خپلې کړې محترم مولې حفیظ الله ،او وروسته قاری دین محمد حنیف، مولوی سعدالدین سعید،مولوی محمد ظاهر( انوری) دپلان دوزیر په توګه ونمول شول .
د طالبانو دحکومت په مهال داسې کومه اقتصادي او ټولینیزه طرحه نده پلې شوی چې حساب د پرې وشی.
دیولسم ستمبر پېښې چې د طالبانو دامارت د نسبي ړنګیدوباعث شوې،اود کابل واک موقتې ادارې ته وسپارل شو،همدغه وخت کې دوخت دپلان وزارت د بون کنفرانس د هوګړې له مخې د (پلان او بیارغونې وزارتونو) په نوم بدل شو،پدې مانا چې نوې اقتصادي او ټولنیزې پروژې به د پلان وزات چې وزېر یې حاجې محمد محقق ټاکل شوی وو پلې کوې، او د بیارغونې پروژې به د بیارغونې وزارت له خوا چې وزیر یې محمدامین فرهنګ وو د هم غږي په فضا کې پر مخ بیایي .خو ددغه ناسم ویش ،ګډیز سیستم او کاري مسؤلیتونو دنامالومتیا دوزیرانو ترمنځ یو لړ ستونزې را ولاړې کړې له همدې کبله له یوې خو ا دبې تجربې قصابانو زیاتوالی او له بله پلوه یوه بله ورته اداره چې (اې ،اې ،سي،اې) په نوم جوړه شوې هم د پروژو سره دسراوکار له امله ونشول کړای چې اقصتادي او ټولنیزې طرحې پلې کړي،چې دغه جنجالونه د حاجې محمد محقق په استعفاء منتج شول، او رمضان بشردوست د محقق په ځای ونمول شو،نوموړې هم له یو پلوه دپاک احساس او له بل پلوه دکافی تجربې دنه لرلو له امله یوشمیر نادولتي موسسې لغوه کړې چې دغې کړنې دی هم استعفا ته مجبور کړ. په پایله کې د ۱۳۸۴ کال په پیل کې حامدکرزي د یو فرمان په صادرولو نوموړي وزارتونه سره مدعم او یو وزارت (داقتصاد وزارت) په نوم تشکیل کړ،او دې وزارت ته محمدا مین فرهنګ وټاکه ،دیو ټاکلې مودې وروسته نوموړي له ولسی جرګې د اعتبار رایه نکړه ترګوتو، پر ځاې جلیل شمس د ولسي جرګې په اعتبار وټاکل شو.او ددې وزارت چارې اوس تازه ښاعلی عبدالهادی ارغندیوال ته وسپارل شوی او نوموړې تر دې مهال د اقتصاد وزیر دی.
پاتې د نه وی چې دموقتې ادارې له جوړیدو وروسته تر ننه دولت دافغانستان د اقتصادی او ټولنیزې پراختیا په موخه ځینې پروګرامونه او تګ لارې لکه؛ دملګرو ملتونو دزریزې پرمختیایی تګلارې موخې د راتلونکی پنځه لسو کالو لپاره،د افغانستان ملي پراختیایي تګلاره (اې ،ان ،ډي ،ایس) د پنځو کالو ۱۳۹۱-۱۳۸۵ لپاره چې داساسی ارکان یې ( امنتیت،حکومت کول،د قانون حاکمیت،اقصتادی او ټولنیزه وده ) بلل کیږي او همدارنګه دلندن تړون دغه پورتنی تګلارې او تړنونه د نړیوالو مرستو په مټ ترتیب او پلي شوی دي،همداراز دتمویلونکو سرچینو دموندلو په موخه چې په مټ یې ټاکلی هدفونه ترګوتوشي تر اوسه د توکیو،برلین،لندن او پاریس کنفرانسونه چې دافغانستان د نماینداګانو ،نړیوالو ډونرانو هیوادونو ، او ملګروملتونو په ګډون او ملاتړ یو پر بل پسې دایر شوي دي .
دیادو شوؤ کنفرانسونو په پایله کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بیارغونې ،اقتصادي او ټولینږي پراختیا لپاره د (۳۸) ملیاردوډالرو په حدودوکې دمرستو ژمنې وشوې ، د پورتنی مرستو له ډلې څخه (۱۵) ملیارده ډالره د بنسټیزو کارونو لپاره په داسې حال کې ځانګړي شوی وؤ چې (۵) ملیارده ډالره (۳۰ سلنه) د دولتی کانالونو لخوا اوپاتې (۷۰) سلنه د مرستندویه هیوادنه لخوا په مستقیم ډول د پراختیایي کارونه لپاره د تېرو شپږو کالو په موده کې په لګښت ورسیدل چې په نتجه کې یې ځینې زیربنایي کارونو لکه سړکونو،مکتبونه او رغتونوو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شول .
خو دغه مرستې لکه څرنګه چې لازمه وه په اغېزناکه توګه ندې لګول شوی او زیات مقدار یې حیف میل شوې او همدارنګه ډیرۍ برخه یې د واکدارانو او دقدرت په ګدۍ سپارو خپلو جیبو ته تخته کړې .
دیادونې وړه ده چې د پاریس په کنفرانس کې د افغان دولت د ۱۳۹۱-۱۳۸۷ عوایدو په پلمه او د تېرو کنفرانسونو د ژمنو په نظر کې نېولو سره د ۲۱ ملیارده ډلرو غوښتنه وکړه او د ډونرانو هېودو لخوا هم د افغان دولت دغوښتنې څخه دزیاتو مرستو ژمنې په عمل کې پلې شوی او د لومړې ځل لپاره ځینې عربی او اروپایي هیودانو دغې پروسې کې ورګډشول .
د نوموړي کنفرانس توپیر د نورو کنفرانسو په پرتله داوو چې ددغو مرستو پروسې ته افغاني بڼه ورکړل شوه ،پدې مانا چې دکنفرانس په طرح او اسنادوکې افغان دولت رغنده ونډه خپله کړې وه.
دِغښتلی او متحرک اقتصادته په هیله
شبګیر
روح په عبادت،دماغ په ذده کړه،او تن (صحت) په سپورت خوشاله وساتئ