دLivescribe شرکت یو هېښ کونکی قلم جوړکړې چې کمالونه یې تر کهکشانه پورې لاس غزوي، هر هغه څه چې ددې قلم په مټ لیکل کیږي نوموړی قلم ترې یو متني فایل جوړوي او په خپله حافظه کې یې خوندي کوي .او په عین حال کې که څوک د لیکلو ترڅنګ متن هم لولی ، نویادشوی څیرک قلم یې اواز هم له لیکل شوی متن سره جوخت ثبتوي .
ددې لپاره چې له ثبت شویو فایلو ګټه واخستل شي نو دLivescribe نومی سافټویر باید په کمپوټر کې ځای پر ځای شي او ورسته بیا غږ او متن له قلمه دهمدې سافټویر په مرسته کمپوټر ته ولیږدول شي ،تر څو دخوښې ګته ترې واخستل شي .
نوموړي قلمونه 2GBاو 4GB حافظه لري چې د2GBقلم بیه یې 170$ او 4GB قلم بیه 200$ ټاکل شوې ده
په مینه ولي خان شبګیر
هغه وخت چي لمر ځليږي هيڅوک نه ورته ګوري کله چي يې تندر ونيسي هر څوک ورته ځير شي