بانك نوټ , شاليد ، پړاوونه، شرعي حكمونه
الحمدلله رب العلمين والصلات والسلام على سيدنا ومولانا محمدخاتم النبيين وعلى اله واصحابهاجمعين وعلى كل من تبعه باحسان الى يوم الدين.
دبانك نوټ دشرعي حكمونو ترليكلودمخه په خپله دبانك نوټ پېژندنه ډېره ضروري ده، چې دپور لاسوندى ( سند) دى؟ اوكه اصطلاحي روپۍ ( ثمنې ) دي؟
هغه علما چې بانك نوټ مالي سند ګڼي دهغوى له وينا سره سم دادهغه پورسند دى چې وركړه يې دبانك نوټ دويشونكي ( بانك ) پرغاړه واجب ده، دهمدى وينا ترمخه نوټ نه ثمنې ګڼل كېداى شي اونه هم مال؛ بلكې هغه يوداسې لاسوندى دى چې پوروړى يې پور وركوونكي ته ددى له پاره وركوي چگ كله يې زړه وغواړي خپل پور پرې ترلاسه كړي، دهمدى علماوو دوينا سره سم كله چې يوڅوك چاته روپۍ وركوي نومعنايې دانه ده چې مال يې وركړ، بلكې ددى سندله لارې دى هغه مال ده ته حواله كوي چې وركړه دپوروړي ( بانك ) پرغاړه ده چې ده ته يې نوټ دسندپه ډول دپورپه بدل وركړى دى ، ځكه خو ددى رائې لارويان وايي چې بانك نوټ به هغه شرعي حكمونه خپلوي چې فقهاوو رحمهم الله د( حوالي) په هكله ليكلي دي داسې چې په بانك نوټ باندى دحقوق خاوندانو ته دهغوى دحقوق سپارنه به هغه وخت سهي كيږي كله چې ( حواله ) سهي وي.
دهمدى مسئلې په رڼاكې څرنګه چې بانك نوټ دهغو سرو اوسپينو زرو لاسوندى دى چې تر شا يې دي، په نوټونو باندى د سرو اوسپينو زرو اخيستل هم روانه دي ، ځكه چې سرو زرو په سرو زرو اويا سپين زر په سپينو بدلولو ته ( بيع صرف ) وايي اوپه بيع صرف كې د روپو ( ثمنو ) اوجنس ( مبيع ) شته والى اودهغو ترلاسه كول ( قبضه) ضروري دي.
اوس كه په نوټو باندى سره سزر اوسپين زر واخيستل شي نوپه دى سوداكې جنس ( سره زر ) ترلاسه شول ، خو بل لوري روپۍ ( ثمنې ) ترلاسه نه كړې ، ځكه اخيستونكي سره زر ترلاسه كړل خو دوكاندار دزرو په ځاى دهغو سند ( نوټ ) ترلاسه كړ، سره له دى چې دراكړې وركړې په ځاى ( مجلس عقد ) كې ددواړو ( ثمن اومبيع ) ترلاسه كول په دگ سوداكې چې دبيع صرف په نامه ياديږي شرط دي اوهغه شرط پرځاى نه شو، ځكه خودغه سودا روانه ده.
دغه څير كه يوشتمن سړى دخپل مال زكات دنوټ په بڼه نيستمن ( فقير ) ته وركوي؛ نو ترڅو پورې چې فقير په هغه سند باندى له بانك څخه سره زر ترلاسه كړي نه وي چې دغه نوټ يې سند بلل كيږي اويايې پرې بل څه اخيستي نه وي ترهغه پورې به ددغه شتمن سړي زكات ادا شوى نه بلل كيږي اوكه دفقير له لاسه دغه نوټ له استعمال دمخه ضائع اوله منځه ولاړشي ؛ نويواځې فقير ته دونټ په وركولو سره دشتمن سړي غاړه نه خلاصيږي بلكې دوهم ځل به بيازكات وركوي.
دنوروعلماوو رايه داده چې : دامهال نوټ په خپله اصطلاحي روپۍ ( ثمني ) دي ځكه خوكه يوڅوك چاته نوټ وركوي نومعنا به يې داوي چې مال اوروپۍ يې ( ثمنې ) يې وركړي دي اودنوټ وركړې ته به ( حواله ) نه ويل كيږي؛ بلكې ددغه رايې ترمخه دنوټونو له وركولو سره سم زكات اداكيږي اود هغو په مرسته دسرو اوسپينو زرو اخيستل روادي.
په دغو دواړو كې يوه رايه ډېر ضروري دي ، ما ددى كار له پاره دفقهې او اقتصاد ډېر زيات كتابونه وكتل نو نودنوټونو په هكله دوهمه رايه تر لومړۍ هغې راته غوره وبرېښېده اوهغه داچې بانك نوټ اوس په خپله عرفي او اصطلاحي ثمنې دي اود( حوالې ) بڼه نه لري.
[2]
پخوا به خلكو دشيانو Bortecr په مرسته راكړه وركړه كوله، داسې چې يو شى به يې وركړ اوپه بدل كې به ېې بل شى ترلاسه كاوه، خوپه دى ډول راكړه وركړه كې ګڼې ستونزې وې ، دتل له پاره اوهر ځاى خپلول ډېر ستونزمن كار و اوپه دى توګه خلكو دغه لار په كراره كراره پرېښووله .
تردى وروسته بل نظام دود شو چې هغه د زرو دتوښې په توګه نظام Commodity money System ويل كېده، په دى نظام كې به خلكو ځانګړي ګڼ توكي د روپو ( ثمنو ) په ډول كارول اوهغه توكي به داسگې و چې عام به كارېدل لكه غنم او وريجې او دى ته ورته نور توكي، لكه مالګه ، څرمنې ، اوسپنې اوداسې نور هم وكارول شول، څرنګه چې دراكړې له پاره ېې كارول او بازار ته يې راوړل له ستونزو ډك كار و اود ابادي په زياتېدلو سره چې دخلكو اړتياوې زياتېدلې په هغه كې راكړه وركړه هم زياته شوه ، نو خلكو فكر وكړ چې دراكړې له پاره بايد داسې لاره ونيول شي چې وړل راوړل پكې كم وي اودخلكو داعتماد اوډاډ وړ هم وي.
په پاى كې داخبره دريم پړاو ته ورسېدله اوخلكو سره او سپين زر دراكړې وركړې له پاره غوره كړل ځكه چې دواړه ارزښناك شيان وو، هېڅ وخت خپل ارزښت له لاسه نه وركوي ، دغه راز يې وړل راوړل اوپانګه كول يې اسان كار و چې وروسته دواړه د ارزښت معلومولو له پاره ديومعيار په توګه ومنل شول اوپه ټولو هيوادونواو ښارونوكې دخلكو اعتماد او وېسا پرې پيداشو، همدى ته د ( زرور معدني ) نظام Money system Metalic وايي ، دغه نظام ترډېرو پړاوونو اوبدلونو څخه تېر شوى دى چې له لنډ ډول يې دلته را اخلو:
1 ـــ په لومړي سر كې به خلكو په راكړو وركړو كې سره اوسپين زر دسكې په ډول كارول چې كچه ، پنډوالى، وزن اوصفايي كې به يې توپير سره درلود، ځينې به دټوټې، ځېنې به دلوښي اوځينې نور به يې دګاڼې په بڼه وو، خود راكړې وركړې پر وخت به يې يواځې وزن كېده.
2 ـــ تردى وروسته مُهر شويو روپيو دود وموند ، په ځېنو ښارونوكې مُهر شوې سپېنې روپۍ اوپه ځينو نورو كې بې د سرو مُهر شوې روپۍ چليدلې چې په پلن والي اود زرو كره والي كې به يوبل ته سره ورته وې او دواړه مخونو به يې مُهر شوي وو چې دغه به يې دروغ والي اوپه راكړه وركړه كې ددى د وړتيا نښه ګڼل كېده اوله پاسه ليكلى قيمت Facevalue به دزرو له رښتوني قيمت Gold Silver Content or سره به برابر و ، معنا داچې ليكلى قيمت به يې په همدى وزن عامو زرو سره چې مُهر شوي به نه و برابر و، دى نظام ته ( معياري قاعده زر نظام ) Gold Specie Standard ويل كېدل، وايي چې دغه نظام ترټولو دمخه چينيانو اوه پېړۍ له مخه دود كړى و، په دى نظام كې خلكو ته ددى خپلواكي وه چې په خپل منځ كې دراكړې وركړې له پاره سكه، اودغه راز د زرو ټوټې او مُهر شوې ګاڼې وكاروي ، اوهيواد ته يې دصادرولو او واردولو عامه اجازه وه اودحكومت له لوري هرچاته ددى اجازه وه چې څومره زر مُهر كوي هغه دى مُهر كړي، ځكه خوبه خلكو حكومت ته د سرو زرو ټوټې اودهغو مُهر شوي نورشيان راوړل اوحكومت به له هغه سكې جوړولې او بېرته به يې وركولې ، دغه راز به چاچې د ويلې كولو له پاره راوړې حكومت به هغه تر ويلې كولو وروسته د ټوټې په بڼه بېرته وركولې.
3ـــــ په ځېنو هيوادونوكې يواځې ديوډول زرو په ځاى د دواړو ډوله زر سكې دود وې اوددواړو ترمنځ د ادلون بډلون له پاره پيه معلومه وه ، سره زر به دغټو زرو په نوم اوسپين زر به د وړو زرو په نوم يادىدل ، دغه نظام ( د زرو دوه ګونى نظام ) Bimet llin په نوم ياديده، خوپه دى نظام كې يوه ستونزه وه اوهغه داچې د ښار له بدلون سره سره دزرو بيه هم بدلېده ، داسې چې په دوو ښارونوكې به يې بېلابېلې بيې وې چې له امله به يې خلكو د زرو له سوداګري ليوالتياوښودله، دمثال په ډول په امريكاكې د زرو له يوې سيكې د سپينو 15 سيكې جوړېدلې اوهمدغه مهال په لويديځ كې به 15 نيمې سيكې جوړېدلې اوپه دى توګه به سوداګرو له امريكاڅخه د زرو سيكې راوړلې اوپه لويديځ كې به يې په سپينو سيكو پلورلې ترڅو زياتې سيكې ترلاسه كړاى شي اوله لويديځ څخه به يې دسپينو سيكې راوړلې اوپه امريكاكې به يې دزرو په سيكو بدلولې اودزرو سيكې به يې له ځانه سره لويديځ ته وړلې اوهلته به يې دسپينو زرو په سيكو بدلولې، ددى سوداګري په پايله كې د امريكا زر په پرله پسې ډول لويديځ ته مخه كړې وه، په 1834 م كې كله چې امريكا د زرو ترمنځ مخكنۍ بيه بدله كړه اود زرو يو سيكه يې دسپينو له 16 سيكو سره برابره وښودله نوخبره بل ډول شوه اوهغه داسې چې د زرو سيكې بېرته امريكا ته اود سپينو زرو سيكې بيرته لويديځ ته مخه وكړه.
4 دسرو اوياسپينو زرو دسيكې وړل راوړل كه څه هم اسان كار و؛ خودغه څيريې غلا كول هم اسانه و، له همدى لامله شتمنو خلكو ته له ځانه سره پانګه كول ستونزمن كار وګرځېدل ، ځكه خو يې له زرګرانو ، صرافانو Money Changer سره په امانت ډول دهغوى ايښودل پيل كړل، زرګرانو او صرافانو دامانت ورسپارلو پروخت ددوى داعتماد له پاره يو سند وركاوه د وخت په تېريدو خلكو پر همدى سند باندى راكړه وركړه پيل كړه، او د زرو په څير به يې كارول، اخيستونكي به د زرو په ځاى دغه سند دوكاندار ته وركاوه، او دكاندارانو به دهغه اعتماد ترمخه چې پر زرګرانو او صرافانو يې درلود هغه مانه، له همدى ځايه دكاغذي نوټ لړۍ پيل شوه ، خوپه لومي سركې يې ځانګړې نښې اوقانوني حيثيت نه درلود، چې پر اخيستلو يې خلك مجبوره شوي واى ، بلكې دمنلو اونه منلو خبره به يې پر زرګرانو او صرافانو تر اعتماد اوباور پورې تړلې وه.
5ـــــ په 1700 م كال پورې كله چې په بازارونو كې دغو سندونو ډېر دودوموند ، دغوسندونو نور پرمختګ هم وكړ اوځانته يې ځانګړې اوګوښې بڼه اونوم غوره كړ چې د ( بانك نوټ ) په نوم ياد شو، وايي چې ترټولو دمخه د سويډن د سټاك هوم بانك ترټولو دمخه په لومړي ځل دغه سند دبانك نوټ په بڼه خپور كړ، هغه وخت به دبانك نوټ تر شل % 100سل فيصده سره زر و، اوبانك داخبره په ځان منلې وه چې څومره زر ورسره وي هغومره نوټونه به چاپوي اودبانك نوټ خاوند ددى واك درلود چې كله يې زړه وغواړي هغومره اندازه سره زر له بانك څخه ترلاسه كړي، دغه نظام د ( زرو اوسنيز نظام ) Gold Bullion Standard په نامه يادىده
6 تر 1833 م كال پورې بانك نوټ ډېر دود وموند نو حكومت هغه ته دقانوني سيكې Legal Tander بڼه وركړه، اوپه هر پور اخيستونكي داخبره ومنل شوه چې كه خوښه يې وي اوكه نه دخپل پور په بدل كې به بانك نوټ مني ، داسې چې لكه څرنګه به يې چې سيكه اخيستله ، تردى وروسته په سوداګريز بانكونو هم دابنديز ولګول شو چې نوټونه به نه ويشي اود ويش واك يې يواځې دحكومت تر څارنې لاندى چليدونكو بانكونو پورې ځانګړى شو.
ليكنه: مفتي محمدتقي عثماني ژباړه: حبيب الله قاسمي
اړوند لیکنې :