مریخ ته تګ

ژباړه اوزياتونه دعبدالله
د ځمکي پر کره په تیره یوه پیړۍ کي ساینس خاص پرمختګ کړی دۍ،د ښه خوراک ،ښه درملو او واکسین په وجه د مرګ په زیاتوالي کي زیات کمی راغلی دی او د انسانانو ډیرښت په پراخه کچه مشکلات هم پیداکړي دي، پوهان راتلونکي ته په فکر کي دي چي په نیږدې راتلونکي کښي به د ځمکي کره د موجوده انسانانو لپاره تنګه سي همدې ته په نظر ساینس پوهانو د یو داسي ځای پلټنه پیل کړې ده تر څو انساني ژوند د ورپیښیدونکو خطراتو څخه وژغوري د ساینس پوهانو په نظر له هغو ځایونو څخه یو مریخ تر غور لاندي خو اوسمهال دا یو خالي طرحه ده
د مریخ حالات داسي دي چي ساینس پوهان یقین لري چه هم هلته موسم د انسان اوسیدني لپاره جوړیدلای سي .(mars ) د شمسي نظام مریخ دجنګ و جدل نوم
رومي دیوتا نوم پرې ایښودل دۍ د کومي چه غټوالۍ د وحشي ژوي په ډول دۍ.د مریخ پورتنۍ سطحه زیاته سره اود اور غورځوونکې سکروټي غوندي ده په دغه کې لوی لوی ګړنګونه لیدل کیږي چي د هر یوه پراخوالۍ له څلور سوه میله۴۰۰ مربع څخه زیات دۍ.د مریخ هوا زیاته طوفاني حد ته رسیدلې سړه ده د دغه هوا له کبله (کاربن ډای اکسایډ ګاز) په ډیر وچ یخي سره بدلېږي له خلايي جامو پرته د مریخ پر مخ قدم ایښودونکی ځای پر ځای یخی کېږي.
د ځمکي پر مخ بانديزیاتیدونکي انساني نفوسد خطرې په نظر کي نیولو
یا د امریکا د(National Aercmauties Space Administration)(NASA) سره
خلا څیړني اداره پر مریخ د انساني ژوند پر منصوبه څیړنه شروع کړې ده. د ساینس پوهانو مطابق«موږ غواړو چي مریخ د انسانانو لپاره د یوه نوي کور په توګه وړاندي کړو»که داسي وسوه چي سره سیاره يي زرغونه جوړه کړه دا عمل به د ټوله بني نوع انسان په تاریخ کي یوازینۍ واقعه ده په کوم کي که څه هم سرمایه کاري ډیره وي خو ګټه به يي هم حیرانوونکې وي دناسا د پلانټر څانګي د یوه ساینس پوه کرسټو فرمیکي په بیان «مریخ یو مړ جسد دۍ د هغه ژوندي کول د یوې معجزې څخه کمه نه ده»ساینس پوهان په مریخ کي د اوسیدلو لپاره پر یوه خیالي منصوبه کار کوي چي د کامیابۍ په صورت کښي به په راتلونکو دوو پیړیو مریخ ته د انسانانو دوهم مسکن ویل کیږي. د دغه منصوبې پیل به له دوه زره لس څخه او بیا په پر له پسې توګه د کامیابیو په صورت کښي رسیدلی سي او د دغه مراحلو خلاصه په لاندي ډول ده
لومړی: ۲۰۱۵څخه تر ۲۰۳۰ پوري
د دغي منصوبې په لومړنۍ برخه کښي تقریبا د دریو میاشتو د مسافت څخه بعد د توغندۍ یا راکټ په وسیله خلابازان استول کیږي د یوه کال په موده کي استول سوي خلابازان به هلته تجربوي فصلونه وکري د موسم تجزیه والي،باد و ګرد او د لمر پر وړانګو باندي د څیړنو سره سره ساینس پوهان د مریخ د ځمکي سروې کوي استول سوي خلابازان به د مریخ پر مخ په یوه خاص استوګن ځای کښي د فیبریکیټیډ په غلاف پوښل سوی ژوند کوي تر څو د ژوند کولو په باره کښي اوسني یا اینده امکانات تلاش کړي د استوګن ځایونو څخه دباندي به هغوۍ ډیر فشار زغمونکي خلايي جامې اغوستي وي.د اړیکو نیولو لپاره به دغه ساینس پوهان په خپلو کښي د راډیو په وسیله خبري اتري کويٍ، خلايي جامې هغوۍ د لمر د بالابنفشي وړانګو او خرابي هوا څخه ساتي.پر مریخ باندي د کاربن دای اکساید غاز شته والۍ نیوي فیصده دۍ،په مریخ کښي د جاذبې قوه د ځمکي په پرتله صرف یو پر درې دۍ،پر ځمکه باندي سل پونډه لرونکی جسم پر مریخ اته دیرش پونډه وزن لري،د کمي جاذبي قوې په سبب یو ځغستونکی لوبغاړی دلته سل متره ځغاسته له پنځه سانیې څخه هم په کم وخت کي پوره کولای سي د مریخ په بهرنۍ سطحه باندي ریګ دۍ دکوم چي رنګ سور یا ګلابي ته مایل دی،د دغه ریګ دیرلس فیصده برخه اوسپنه تشکیلوي چه اکثره زنګ خوړلې ده مریخ د ځمکي د یوې وچي صحرا غوندي بې انتها خشکه ده،د مثال په توګه که د یخي یوه ټوټه د مریخ پر مخ کښېښودل سي نو هغه به د ویلېدلو څخه مخکي نو هغه به له ویلېدلو څخه مخکي د غاز شکل اختیار کړي،پر مریخ باندي جهیل او دریاب وجود نلري اوبه یا خو تر سطحه لاندي دي او یا په جنوبي یا شمالي کره کي جمع سوي دي.مریخ پر خپل مدار باندي په څلیرویشت ساعته او اووه دیرش دقیقو کښي یو چکر پوره کوي،د مریخ تودوخه یعني دوبی يي د ځمکي په پرتله دوه چنده دۍ ولي چه د مریخ کال شپږسوه اووه اتیا ورځي دی.پر ځمکه باندي تر ټولو لوړه څوکه چي د ماونټ ایورسټ په نامه ده او لوړوالۍ يي نهه ویشت فوټه دۍ چه د مریخ اورغورځوونکي غره اولمپس مون په پرتله ډیر کم لوړوالۍ دی،دغه نهه زره فوټه لوړ اورغورځوونکی غر د شمسي نظام تر ټولو جګ منل کیږي.په مریخ کي په تودو شپو او ورځو کښي تودوخه د سانتي ګراد له منفي پنځه اتیا درجو څخه هم کمه وي
دوهم:۲۰۳۰څخه تر۲۰۸۰پوري
د دغي مرحلې په شروع کي به لومړنی چیلنج د دغه سیارې موسم په پر لپسې توکه تودېدل دي چي له منفي شپیته سانتي ګریډ څخه و منفي څلویښت ته راوستل کېږي.ساینس پوهانو په نظر د حرارت درجې د لوړیدلو لپاره د کیمیاوي موادو فابریکې جوړي سي چي هغوی په کوچني کوچني نیو کلیر ریکټرونو باندي وچلول سي او د هغوی څخه راوتلي د ګرین هاوس غازونه یعني کاربن تترا فلورایید یا سلفرهکسافلوراییدپه مرسته سره د سیارې مخ د پنډي کمبلي او سرپوښ په شان د ګرمۍ حفاظت وګړي.څرنګه چه د حرارت درجې لوړېږي هوا هم په دومره اندازه پلنه او کثیفه کېږي خو تر اوسه به هلته په هوا کښي هومره قوت نه وي چه د لمر د بالابنفشي وړانګو مقابله وکړي پر مځکه دغه کار د اوزون په مرسته کېږي، اوزون د اکسیجن یو ډول دۍ خو پر مریخ باندي د ازاد اکسیجن نو و نښان هم نسته لیکن پر مریخ باندي به د دغه متبادل تیار کړل سي . په دغه مرحله کښي به په لوړه کچه استوګن ساینس پوهان ،انجنیران او د میکانیک ماهران شتون لري د نوموړو به شپې ورځي په بې رنګه،بې خونده او فشار ضد جامو کښي تیریږي
درییم:له ۲۰۸۰ څخه تر ۲۱۱۵ پوري
په دغه زمانه کښي به د سیارې درجه حرارت منفي پنځلس سانتي ګراد ته ورسیږي او کاربن دای اکساید،نایتروجن او اوبو د راوتلو امکانات به د پخوا په پرتله ډېر سي د پستې وړۍ غوندي وریځي جوړېدل به پیل او د اسمان رنګ به د ګلابي څخه په پر له پسې توګه شین والی شروع کړي د اوبو ډمونه به همدارنګه را څرګند سي په دغه مرحله کښي به دلته د میشتو انسانانو نفوس پنځوس زره باندي مشتمل وي هغوی به د ایر ټایټ فیس ماسکونه چي د اکسیجن له ډبو سره نښتي وي پر سر وي تر څو د سږو څخه د ایستل سوي کاربن دای اکساید د دوهم ځل د پاره د استفادې وړ وګرځوي په دغه مرحله کښي به موسم دومره عادي حالت اته را ټیټ سوی وي چي د اواز موجونه د یوه ځای څخه وبل ځای ته په اسانۍ سره رسېږي خو اوزونه به د ځمکي په پرتله درانه اوریدل کېږي
څلورم:له ۲۱۱۵څخه تر۲۱۵۰ پوري
په دغه مرحله کښيٍ به د مریخ تودوخه ډګرۍ سانتي ګریډ ته ورسیږي او د هوا کثیف والۍ به دوه چنده سي څرنګه چه د اوسیدلو د ځایونو حالات عادي کېږي داغه رنګه به ښارونه جوړ سي د لرګیو فابریکې او کاروبارونه به پر مختګ پیل کړي د دې تر څنګ به موټرونه دومره ډېر سي چي یوه ورځ به پر مریخ د ترافیکو د بندیدلو خبره هم واورېدل سي پر مریخ باندي د شته خامو موادو څخه به زاړه کاروباریان دومره ګټه واخلي چه ډیر پرمختللی کمپيوټر جدید چپسونه او پرزې جوړي کړي د مریخ د کمي جاذبي قوې له امله به خلابازان ستورو ته په اسانۍ د توغندیو(راکټ)په وسیله خېږي دا به هغه وخت وي چي د ځمکي او مریخ تر منځ به په پراخه کچه تجارت دوام ولري خلګ به د ځمکي او مریخ تر منځ تګ راتګ کوي
پنځمه او اخرنۍ برخه
د مریخ پر سطح د اکسیجن د کمښت له امله به اول کوچني موجودات پیداکړل سي تر څو دغه کوچني موجودات اکسیجن پیدا او نباتات او بوټي يې استعمال کړي،د اکسیجن یوه بله وسیله هغه غرونه دي چې له ایرن اکساید څخه جوړ سوي دي دغه ایرن اکساید ته په تودوخي ورکولو سره هغه ویلېږي او اکسیجن يې هوا ته ازادېږي دغه رنګه به د مریخ پر مخ باندي کوچني کوچني لښتیان او تالابونه او په فایله کښي سمندرګي راڅرګند سي،وني بوټي او نیالګي به په پراخه کچه کیښودل سي او د اکسیجن فیصدي به نوره هم ډېره عادي او د هواګانو تعادل به پوره ډول را منځ ته سي همدارنګه به انسانان او نباتات په خپل نوي کور کښي خوشحاله او سوکاله ژوند ته دوام
ورکړي
 


دویښو ځوانانو ادبي ټولنې  ته ځان د مننې پوروړي  بولم

چې په ژباړه یې اقتصاد ونازوه