داسلامي اقتصاد ظهور:

اسلامي اقتصاد په تدريجي ډول پرمختګ كړى، په تيرو وختونو كې له نورو علومو سره ګډ و، لكه د قرآنكريم په احكامو كې، د فقهاء  او تاريخ ليكونكو په ليكوكې د اسلامي اقتصاد په برخه كې لاندنيو علماؤ ډېر كاركړى دى:  

  امام ابويوسف(d182/798)([1]),ماوردي (d450/1058)،ابن حزم (d456/1046 ),الغزالي (d 505/1111) ,ابن تيميه (d 728/1328) ,ابن قيم(d 751/1350)،ابن خلدون (d 808/1406 ) او شاه ولي الله (d 1176/1762) ډېر د قدر وړ كار كړى دى .مګر لكه څرنګه مو چې مخكې ذكر وكړ په دې دوران كې اسلامي اقتصاد له نورو علومو لكه فلسفه، فقه او نورو سره  ګډ و .

د ابن خلدون  كتاب (مقدمه)كوم چې د تاريخ د معرفت په اړوند ليكل شوې، خو ځينو اقتصادي نظريو ته هم پکې ډېره توجه شوې ده. ابن خلدون په دې کتاب كې د  اقتصاد، سياست، ټولنيزو عاداتو او رواجونو او د حكومتونو د زوال او عروج تر مينځ د اړيکو او تړاو مسئله څيړلې ده. د ابن خلدون ځينې اصول او نظريات كوم چې ده تقريبا شپږ پيړۍ وړاندې ويلي وو دومره پرمختللي وو چې د نننۍ زمانې له نظرياتو او تيوريو سره ډير ورته والى لري. ابن خلدون په هر صورت په داسې وخت كې ژوند كولو چې د مسلمانانو سياسي او ټولنيز زوال شروع شوى و. هغه  صحيح ويلي وو چې: علم او ساينس هغه وخت پرمختګ كوي كله چې يوه ټولنه په خپله د پرمختګ په حال كې وي، له دې څخه وروسته كله چې مسلمانان د زوال سره مخ شول د اقتصاد په برخه كې كله ناكله پرمختګ مينځ ته راتلو مګر دا په پراخه پيمانه نه و، يعنى له ابن خلدون څخه وروسته پدې برخه كې چا كوم غټ كار ونكړ، پرته له يو څه كارڅخه چې ځينو علماؤ لكه المقريزي، الدواني او شاه ولي الله وكړ نور كوم د پام وړ كار ندى شوى.

پدې دوران كې غربي اقتصادي علومو ډېر پرمختګ وكړ، د ۱۸۹۰لسيزې په دوران كې  د الفرډ مارشال لخوا د اقتصادي اصولو په نامه كتاب چاپ شو او لدې څخه وروسته د اقتصاد علم په غرب كې  د يوه مستقل علم په ډول وپيژندل شو. خو اسلامي اقتصاد تر دوهم نړيوال جنګ پورې همداسې له نورو علومو سره ګډ پاتې شو، زيات اسلامي هيوادونه له دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته آزاد شول په دغه وخت كې اسلامي هيوادونه د خپلو ويجاړو سيستمونو  ترڅنګ د اقتصادي  سيستم د جوړولو او بيا پر پښو دريدلو په هڅه كې شول ځكه دغه سيستمونه د نړيوال جنګ او د كفارو د حملو په  وجه له مينځه وړل شوي وو، څرنګه چې په هغه وخت كې نور اقتصادي سيستمونه په سود ولاړ وو او سود د اسلام له نظره ناروا دى (د اسلامي اقتصاد او نورو اقتصادي سيستمونو ترمينځ ډېر توپيرونه شته او يوازې سود ندى) نو ځكه دوى دا اړتيا وليده چې خپل اقتصادي سيستم د اسلام د اصولو او قوانينو په چوكاټ كې جوړكړي.

په هر صورت لكه څرنګه مو چې وړاندې يادونه وكړه انفرادي هلې ځلې په دې بريالۍ نشوې چې اسلامي اقتصاد د يوه مستقل علم په ډول نړيوالو ته ور وپيژني  نو د گډو هلو ځلو اړتيا پيداشوه. تر څو پورې چې په كال ۱۹۷۶ د فبروري په مياشت كې د اسلامي اقتصاد په اړه  په مكه مكرمه كې لومړنى نړيوال كنفرانس جوړ شو ا و پدې وسيله اسلامي اقتصاد د يوه مستقل علم په ډول دنيا ته معرفي شو او  همدې د اسلامي اقتصاد مشهورتيا او پدې لاره كې د كار كولو لپاره لاره برابره كړه. ددغه كنفرانس په جوړولو كې  ډاكتر محمد نجات الله صديقي، ډاكتر محمد عمر او پروفيسر خورشيد احمد فعال رول ولوبولو.په دغه كنفرانس يا سيمينار كې د ډاكتر محمد نجات الله صديقي لخوا د پخوانيو اسلامي علماؤ د اقتصادي نظرياتو په باب يوه مقاله يا رساله وړاندې شوه، دغې مقالې په اسلامي اقتصاد باندې د بحث كولو بنسټ كېښود. ځينو نورو ادارو  هم په دې اړوند مهم رول اداكړى دى چې لدې جملې څخه مهمې په لاندې ډول دي:

  • دي اسوسيشن اف مسلم ساينټيسټ (The Association of Muslim Scientist) داسلامي ساينسي علماؤ ټولنه، چې په۱۹۷۲ كال په امريكا كې جوړه شويده.

  • دي  اسلامك فونډيشن ، لايسيسټر ، بريتانيا (The Islamic Foundation, Leicester, UK,)  ، اسلامي موسسه په برتانيا كې په كال1973  کې جوړه شوې ده.

 

  • اسلامك ډيولوپمنټ بنك  (Islamic Development Bank) اسلامي پرمختيايي بانك، اسلامي ريسرچ او ټريننګ اداره، كال ۱۹۸۳،جده سعودي عربستان.

  • نړيواله اسلامي اقتصادي پوهنځۍ ماليزيا، ۱۹۸۳كال.

  • نړيواله اسلامي اقتصادي پوهنځۍ اسلام آباد، پاكستان ۱۹۸۳

د اسلامي اقتصادي بانك په اړوند د ډېر كار په وجه اسلامي پرمختيايي بانك نړيوال اسلامي اقتصادي پوهنځۍ اسلام آباد  ته يوه جايزه هم وركړيده (IDB Prize).

 

اسلامي اقتصادي سيستم :

لكه څرنګه مو چې مخكې وويل  مونږ نشو كولاى غير اسلامي اقتصادي سيستم عملي كړو، نو ځكه را ته پكار ده چې يو داسې اقتصادي سيستم جوړ كړو چې د اسلام په اصولو  و لاړ وي. اسلامي اقتصادي سيستم هغه سيستم ته وايي چې ټول اقتصادي مشكلات د قرآن او احاديثو په رڼا كې حل كړي.

دكتور عبدالرحمان يسري اسلامي اقتصاد په لاندې ډول تعريفوي:

اسلامي اقتصاد هغه علم دى چې له هغو اقتصادي وسايلو نه بحث او خبرې کوي کوم چې د الله تعالى له خوا د حلالو شيانو د لوړ امکاني توليد او هغو خدمتونو د برابرولو لپاره ورکړل شويدى کوم  چې نن او په راتلونکې کې د ټولنې لپاره په کار راځي.

كپيټاليزم او نور اقتصادي سيستمونه وايي چې وسايل محدود  دي او اړتياوي لامحدودې دي .مګر په اسلام كې دا نظريه نشته، اسلام وايي چې الله تعالى ټول وسايل او موجودات  ْپه يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي دي لكه چې الله (ج) فرمايي :

"الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا"  (الفرقان:1)

ترجمه: هغه (الله (ج) چې خاص هم ده ته دى ملك سلطنت د آسمانونو او د ځمكې او نه يې دى  نيولى هيڅ ولد او نشته ده ته شريك (مل) په ملك سلطنت كې او پيداكړى دى الله (ج) هرشي پس په اندازه كړى يې دى هغه (شي) په اندازه كولو سره.

لدينه دا څرګنديږي چې د وسايلو كمى نشته، مګر مشكل دا دى چې مونږ پدې نه يو توانيدلي چې ددغو وسايلو څخه په موثر ډول كار واخلو. ددې خبرې مطلب دا شو چې الله (ج) د انسانانو لپاره پوره وسايل او د اړتيا وړ شيان په دې ځمكه كې پيدا كړي دي، خو دا دې ته اړتيا لري چې مونږ د هغو د پلټنې او كارونې لپاره موثر ګامونه اوچت کړو او دا ويره غلطه  او بې ځايه ده چې ځينې خلك وايي كه د نړۍ نفوس زيات شي نو انسانان به له لوږې سره مخ شي.

اوس دا سوال پيداكېږي چې اسلامي اقتصادي سيستم ولې ندی عملي شوى؟

مونږ بايد پدې پوه شو چې اسلامي اقتصاد د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په وخت کې  او د هغه نه وروسته وجود درلود، سود حرام شوى و، د زكات سيستم وجود درلود او اسلامي دولت په خپله زكات را ټولولو، حتى د حضرت عمر بن عبد العزيز  رضي الله عنه  په وخت كې د مسلمانانو اقتصاد دومره پياوړى  شوى و چې داسې څوك نه پيدا كېدل د زكات پيسې واخلي، مګر وروسته بيا د كفارو له خوا اسلامي سيستم له مينځه يوړل شو  او هم په وروستيو كلونو كې د اسلامي دولتونو مشرانو دې ته سمه توجه ونكړه. خو بايد ووايو چې  پدې وروستيو كلونو كې اسلامي اقتصاد ته ډېر كار شوى دى او ډېر اسلامي بانکونه جوړشوي دي او څرنګه چې دغه بانکونه كامياب دي ، نو ځينو سودي بانكونو هم د اسلامي بانکونو كړكۍ (Islamic Banking window) خلاصې كړې دي لكه د سيټي بانک (City Bank) ,د چين د شانګهاي بانک ) Shang Hai Bank) ،سنټر چارټر بانک او داسې نور غير اسلامي بانکونه اسلامي بانکي سيستم په مخ بيايي. نوره تفصيلي څيړنه د اسلامي بانک  تر عنوان لاندې فصل كې كتلى شئ. ددې ترڅنګ غربي هيوادونه هم په دې هڅه کې دي چې د اسلامي اقتصاد په اړوند معلومات ترلاسه كړي چې په دې لړ کې  په انګلستان کې د اسلامي اقتصاد او فايننس  په نامه يوه پوهنځۍ هم جوړه شويده.

له نيکمرغه پدې وروستيو كې په ځينو اسلامي هيوادونو كې  د اسلامي اقتصاد پوهنځۍ جوړې شوې دي لكه په پاكستان، ايران، ماليزيا، سعودي عربستان او داسې نورو هيوادونو كې، دوى كوښښ كوي چې د اسلامي اقتصاد د عملي كولو لپاره  اسلامي اقتصاد پوهان وروزي او د اسلامي اقتصاد د پلي كولو لپاره لاره برابره كړي. پدې اړوند ډېر پرمختګ شوى دى او ان شاء الله په نژدې راتلونكې كې به په مكمل ډول د اسلامي هيوادونو اقتصاد اسلامي شي.

د اسلامي اقتصادي سيستم اصول:

په لنډ ډول د اسلامي اقتصاد اصول په لاندې ډول دي، يعنى اسلاي اقتصاد په لاندنيو ستنو ولاړ دى:

1)   د سود حراموالى:

سود چې په عربي کې ورته ربا وايي، داسې ندى چې يوازې د اسلام په دين كې حرام دى، بلكې په ټولو اسماني اديانو لکه نصرانيت، يهوديت کې هم حرام دى، خو متاسفانه چې اوس يهودانو او نصرانيانو خپل دين پريښى او سود خوري.

سود اخستل له كبيره  ګناهونو څخه  يوه لويه ګناه ده او څوك چې سود اخلي الله (ج) هغوى ته ويلي چې له الله (ج) سره د جنګ لپاره دې تيار شي، الله (ج) فرمايي:

"يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا الله وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنْ الرِّبَا إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ  (*) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنْ الله وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمون.".  (البقرة: ٢٧٧-٢٧٨)

ترجمه:اې هغو كسانو چې ايمان يې راوړې دى وويريږئ له الله (ج) نه او پريږدئ هغه چې پاتې شوي دي له سوده كه يئ تاسې مومنان . پس كه ونه كړ تاسې (داكار) نو آګاه شئ (ځان تياركړئ) تاسې په جنګ له (طرفه د) الله (ج) او رسول دده، او كه توبه ګاره شوئ تاسې (له اخستلو د سوده) نو شته تاسو لره اصل د مالونو ستاسې مه كوئ تاسې ظلم (چې سود به هم غواړئ) او نه دې ظلم كاوه شي پر تاسو (چې له راس المال څخه مو څه كم كړى شي).

اوسني بانكونه چې گټه وركوي هغه سود دى. په اسلام کې د پانګونې ډيرې داسې لارې شته چې د سود څخه پاکې دي چې تفصيل به يې وروسته (د تمويلولو اسلامي لارې) تر عنوان لاندې راشي.

 

2)   زکات :

زكات په لغت كې پاكوالي او په اصطلاح كې ودې او زياتوالي ته وايي. زكات د اسلام څلورمه بنا ده، زكات  د نصاب د پوره کيدو په صورت کې له لاندنيو دريو شيانو پرته په هر څه کې فرض دى :

  • د توليداتو وسايل يا فكتورونه  هغه وسايل چې يو شخص په خپل كاروبار کې ور څخه كار اخلي، مثلا يو سړى يوه كمپنۍ لري نو په هغه كمپنۍ باندې زكات نشته بلکې د هغې په توليد کې زكات فرض دى .

  •  لومړنۍ اړتياوې .لومړنۍ اړتياوې هغه دي چې د يوه شخص د ژوند لپاره ضروري وي چې په هغه باندې زكات نشته مثلا يو شخص يو كور لري او په خپله په کې اوسيږي، نو په هغه زكات نشته ، مګر كه ډير كورونه ولري او په كرايه يي وركړي وي نو بيا زکات ور باندې شته.

  • د نصاب له حد  نه كمه شتمني.

 

زكات په هر بډاى مسلمان فرض دى او  نصا ب يې په لاندې ډول سره دى ([2]) :

  • په بيكاره سپما او شتمنۍ (روپيو،پيسو) باندې 2.5%زکات دى.

  • طبيعي زيرمې (معدنيات....) چې د زکات اندازه يې ۲۰% ده.

  • هغه شيان چې په توليد کې يې له كپيټل ([3]) (capital) او محنت (labor) دواړوڅخه کار اخستل شوى وي پدې ډول شيانو کې ۵% زكات دى.مثلا يو سړى يوه كارخانه لري او په هغه کې په خپله هم كار كوي په دې صورت كې نوموړى بايد ۵%زكات وركړي .

  • هغه توليدات چې په هغه کې يوازې د كپيټل يا  محنت (labor) څخه استفاده شوي وي چې پدې کې د زکات اندازه۱۰% ده، مثلا يو سړى د شاتو د مچيو كار و بار كوي په دې کې د نوموړي سړي يوازې كپيټل په كار اچول شوى دى او دده څه خاص محنت په کې نه شته ، نو په دې صورت کې نوموړې بايد ۱۰% زكات وركړي . 

  • هغه ځمكه چې د باران په وسيله اوبه کېږي د هغې په پيداورو کې ۱۰%زكات دى او هغه ځمكه چې په بله وسيله اوبه کېږي مثلا د واټر پمپ په وسيله د  هغې په پيداورو باندې ۵%  زكات دى

  • په څارويو کې هم زكات شته چې  د نصاب حد  يې مختلف دى،   او د بحث د نه اوږدولو په خاطر يې دلته  له يادولو نه تيريږو.

نوټ: دغه پورته ذكر شوې اندازې د زكات د ځينو معاصرو اسلامي علماوو او اقتصاد پوهانو نظريه ده او دوى خپل نظر د باراني او غير باراني مځکې د پيداوارو په زكات باندې قياس كړى دى، خومشكل په دې کې دا دى چې څرنګه معلومه كړى شي چې په يوه كار و بار کې يوازې كپيټل او يا يوازې محنت كارول شوى دى؟ دغه كار لږ شانته مشكل دى او د دقت غوښتنه کوي .

 

د زكات د لګښت ځايونه:

د زكات د لګښت د ځايونو په اړوند الله (ج) په قرآن شريف كې فرمايلي دي: (( إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكېنِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ الله وَاِبْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنْ الله وَالله عَلِيمٌ حَكېمٌ)) (التوبة:59)

ترجمه:بيشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكات صرفيږي) لپاره د فقيرانو او مسكينانو او عاملانو د هغه او هغو ته چې الفت اچولى شي په زړونو د دوى كې (له اسلام سره) او (صرفيږي) په (خلاصولو) د غاړوكې او پور وړو او په لاره د الله (ج) كې او مسافرانو (چې مال ورسره نه وي)،(مقرره او لازم كړې شوې ده دغه) فريضه (زكات) له  ( جانبه) د الله (ج) او الله (ج) په هرڅه  ښه پوه او د حكمت خاوند دى.

 

په دغه آيت شريف كې الله (جل جلاله) د زکات آته مستحقين ذكر كړي دي :

  1. فقراء

  2. مساكين

  3. العاملين ( دزكات راټولونکي يا د زکات راټولولو عمله)

  4. مولفه القلوب (هغه كسان چې زړونه يې اسلام ته مايل شوي وي )

  5. ابن السبيل ( مسافر)

  6. في الرقاب (غلامان) چې ځانونه پرې آزاد کړي.

  7. في سبيل الله ( جهاد).

زيات شمير اسلامي علماء  پدې نظر دي چې د زكات پيسې يوازې په دغه پورته ذكر شويو آتو لارو كې مصرف كېداي شي او حكومت نشي  كولى چې دا په نورو حكومتي كارونو او خدماتو کې لكه سړك جوړولو او داسې نورو كې مصرف كړي، خو ځنې نور معاصر علماء عقيده لري چې دغه پورته ذكر شوي لست ته وسعت وركولى شو، دوى  وايي چې په العاملين كې نه يوازې زكات راټولونكي شامل دي بلكې پدې كې د حكومت ټول مامورين شامل دي او په في سبيل ا لله كې نه يوازې مجاهدين او جهاد شامل دى بلكې دا حکم  هر نيك كار ته شامل دى لكه  د ښوونځيو، سړكونو او روغتونونو جوړول او داسې نور.

د زكات نور تفصيل په  لسم فصل کې داسلامي دولت مالي او پولي پاليسي تر عنوان لاندې  ولولئ.

 

3)   عدل او د عايد منصفافه ويش:

عدل په اسلام كې د ملا د تير حيثيت لري، نو په اقتصادي چارو او د عايد په ويشلو کې عدل ډير ضروري دى. اسلام ددې خلاف دى چې دولت د څو كسانو په لاس كې جمع او ذخيره شي او د ټولني نور وګړي په غربت كې ژوند وكړي. د عايد د منصفانه ويش او له غريبانو سره د مرستې په خاطر زكات فرض كړى شوى دى، لدې څخه علاوه  شتمنو مسلمانانو ته د صدقې او خيرات وركولو توصيه هم شوى ده، چې دغه پورته ذكر شوي شيان د عايد د منصفانه ويش او عدل د مينځ ته راتګ لارې برابروي. د عدل د تامين او فقر د له منځه وړلو په هکله ډيرې اسلامې لارښوونې وجود لري د مثال په توګه  په يوه حديث شريف كې راځي :

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ الله قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ أَحْيَا أَرْضًا مَيْتَةً فَهِيَ لَهُ وَمَا أَكَلَتْ الْعَافِيَةُ مِنْهُ لَهُ بِهِ صَدَقَة  ([4])

ترجمه:د جابر بن عبدلله څخه روايت دى چې رسول الله (ص) وفرمايل: چا چې شاړه ځمكه آباده كړ له نو دا د هغه شوه..............

لدې نبوي ارشاد څخه دا څرګنديږي چې وسايل بايد په موثر او عادلانه ډول وويشل شي او داسې كوښښ وشي چې ټول شته وسايل وكارول شي او خلك ترې ګټه اوچته كړي ددې تر څنګ دا هم بايد له ياده و نه ايستل شي چې دا جواز  نلري چې  يو كس ډېره مځكه ونيسي او بيا د هغه د آبادولو توان ونه لري او شاړه پاتې شي . د عدل په اړوند الله تعالى فرمايي:

[يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا الله إِنَّ الله خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ] (المائدة:7)

ترجمه:((اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړې دى (يعنى اې مومنانو!)اوسئ تاسې محكم ولاړ(په حق باندې) لپاره دالله (ج) (اوسئ تاسې!)شاهدان په قسط (عدل او انصاف)سره))..........

اسلام د عايد د عادلانه ويش امر كوي او له اميرانو څخه غواړي چې  د ټولنې له غريبانو سره مرسته وكړي او څوك چې د غريبانو سره مرسته نه كوي، زكات نه وركوي او تل د مال او دولت د جمع كولو په هڅه کې وي دهغوى په اړوند الله (جل جلاله ) فرمايي:

.........وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ الله فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ (التوبة:33- 34)

ترجمه: ((او هغه كسان چې خزانه كوي سره زر او سپين زر او نه لګوي هغه په لاره د الله (ج) كې، نو زيرى وركړه دوى ته په عذاب دردناك سره، په هغه ورځې چې سختې سرې به كړى شي دغه خزانې په اور د جهنم (دوزخ)كې نو داغلى به شي  په هغه سره وچولي (ټنډې) د دوى او اړخونه د دوى  او شاګانې د دوى ((او ويلى به شي ورته)) دا هغه شي دى چې خزانه كړي وو تاسې د پاره د نفسونو(ځانونو) خپلو،  نو وڅكئ تاسې ((خوند د سزا)) هغه ((مال)) چې وئ  تاسې چې خزانه كاوه به مو ((په دنيا کې اوس درته بلا شو په عقبا کې))

 

4)   اقتصادي  آزادي:

اسلام كې ټول وګري او ادارې په خپلو اقتصادي فعاليتونو كې پوره خپلواكي لري.  او  حكومت بې ځايه مداخله نشي كولى، مګر دغه آزادي د شريعت تر چوكاټ پورې محدوده ده، هغه پدې معنى څه شي چې شريعت منع كړي هغه منع دي د بيلګې په توګه يو صنعت كار نشي كولى چې په يوه اسلامي هيوا د كې شراب توليد  كړي .

 

5)   د شخصي ملكېت حق:

د شخصي ملكېت مطلب دا دى چې يو وګړى كولى شي شخصي دارايي او شتمني ولري او حكومت بيځايه په هغه كې د مداخلې حق نه لري، نا ويلي دې پاتې نه وي چې په كمونيستي سيستم كې د شخصي ملكېت حق نشته.

 

6)   حلال او حرام:

اسلامي اقتصادي سيستم د نورو اقتصادي سيستمونو په خلاف د حلا ل او حرام  سرحدونه لري دا په دې معنى چې هر هغه شي چې شرعا ناروا دى په اسلامي هيواد كې څوك ددې حق نه لري چې هغه توليد كړي او يا هغه وپلوري. د بيلګي په توكه څوك ددې حق نه لري چې شراب توليد كړي  او يا د خنزير غوښه وپلوري كه څه هم خلك يې غوښتنه وكړي. په دې اړوند الله (ج) تعالى فرمايي:

[يَاأَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ]  (البقرة:167)

ترجمه:اې خلکو! خورئ تاسې له (ځينو هغو) شيانو څخه چې په ځمكه كـې دي حلال پاك (بې شبهې) او پيروي مه كوئ تاسې د(اثر د) قدمونو  د شيطان! (شيطان پسې مه ځئ!او دده په وسوسه د هوى او هوس متابعت مه كوئ!) بيشكه چې شيطان تاسې لره دښمن دى ښكاره .

 

7)   د عايدپه لګښت کې اعتدال (د اصراف، او تبذير منع):

الله تعالى په قرآن كريم كې فرمايي:

[ يَابَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ] (الأعراف:30)

ترجمه:اې زامنو د آدمه! واخلئ تاسې زينت (ښايست) خپل په نزد د(وخت)د هر لمانځه (په آغوستلو د پاكو كاليو د عورت ستر) او خورئ او چښئ او اسراف ((بې ځايه خرڅ)) مه كوئ تاسې، بېشكه چې الله (ج) نه خوښوي مسرفان (بې ځايه خرڅ كوونكي).

 لدينه څرګنديږي چې مسلمانان د بيځايه مصرف (په نا موثر ډول سره د وسايلو د كارونې) څخه منع كړى شويدى. موږ كولى شو چې د اسلامي اقتصادي سيستم دغه پورته ذكر شوي اصول او ځانګړنې په لاندې شكل كې وښيو:

 

 

 

 

 

 

په پورتني شكل کې وينو چې اسلامي اقتصاد په عدل ولاړ دى او د اسلام د حکم په اساس توليد بايد يوازې تر حلالو شيانو پورې محدود وي او د شيانو تبادله بايد د دواړو خواوو په خوښه وي، لګښت کې اعتدال يا ميانه روي عملي شي او عايد بايد په عادلانه ډول وويشل شي او شتمني د يو څو كسانو په لاسونو کې جمع نه شي.

 

8)   د ميراث اسلامي قانون:

د ميراث د اسلامي قانون په مراعاتولو سره فيوډاليزم له مينځه ځي او په ټولنه کې د امير او غريب تر مينځ د توپير په كموالي کې لويه مرسته  کيدلى شي . مونږ په دې ځاى کې د ميراث د احكامو او د هغې د ويش د لارو چارو له يادونې څخه تيريږو ځكه هغه ځانګړى بحث دى او ددې كتاب موضوع نه ده.

 

9)   د حكومت مثبت رول:

 په اسلامي اقتصاد كې حكومت د يوې مركزي پلان جوړونکې ادارې  په شكل كار نه كوي، لكه څرنګه چې په  كمونستي اقتصادي سيستم كې دى بلكې په اسلام کې حکومت د اقتصادي سيستم د خرابيو يا كمزورتياوو د ليري كولو لپاره كاركوي، د احتکار د له منځه وړلو او په ماركېټ كې د شرعي قوانينو د پلي كولو دنده په غاړه لري. د موضوع نور تفصيل په نهم فصل كې په اقتصاد كې د حكومت رول تر عنوان لاندې راځي.

 

10)                     د غرر، قمار، نجش او دوكې منع:

غرر د قرارداد يا تړون پير او پلور د معاملې د له مينځه وړنې (فسخه)کولو له اهمو اسبابو څخه يو دى. غرر په لغوي ډول سره د خطر(Risk) او دوكې معنى وركوي. د غرر تعريف ([5])  امام سرخسي(Sarakhsi)په دې ډول كړى دى: غرر هغه وخت مينځ ته راځي كله چې د يوه تړون يا سودا پايله او انجام مبهم او ناپيژندل شول وي  پدې معنى چې که د يوه قرار داد يا سودا پايله او عواقب مبهم پاتې شي ، نو غرر منځه ته راځي.

د ابن خلدون له نظره په خرڅلاو كې هغه وخت غرر مينځ ته راځي كله چې پلورونكي ته دا نه وي معلومه چې هغه څه خرڅ كړي دي او پيرودونكي (اخستونكي) ته دا نه وي معلومه چې څه يې پيرودلي دي.

مثال: په يوه تړون کې دوې بيعې : دا معنى وركوي چې يو قرارداد يا سودا په دوو عقدونو يا تړونونو پورې تړاو ولري، دا په دې ډول چې پلورونکى (بائع)، پيرودونکي (مشتري) ته ووايي چې زه دا څيز (شي) په تا باندې په ۱۰۰افغانيو نقدو او په ۱۵۰ افغانيو قرض خرڅوم، او پيرودونكې يې قبول كړي، ووايي قبوله مې ده خو بې له دې څخه چې نرخ مشخص كړي چې په كوم قيمت به يې اخلي، په نقدو يې اخلي او که په قرض؟. په دې كې غرر، نا معينتوب شته يعنى  نرخ يا قيمت ټاکلى او معين نه دى.ځکه چې پلورونكى په دې نه پوهيږي چې په كوم قيمت يې ورنه واخيست.

 

د ګټې او يا پيسو تر لاسه كولو ټولې هغه طريقې او لارې كومې چې په خالص ډول سره په قسمت پوري تړلې (متكي) وي د قمار تر حکم لاندې راځي. همدا راز دوكه وركول هم د اسلام په مبين دين كې په کلکه منع شويده، په قرآنكريم كې الله(ج) تعالى فرمايي:

[ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.] (المائدة:89)

ترجمه: اې هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى (يعنى اې مومنانو!) بيشكه هم دا خبره ده چې شراب او قمار او بتان او غشي (د فال، دا څلور واړه ټول) پليت دي له كار د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه له پاره ددې چې نجات ومومئ تاسې (په ځان ساتلو سره).

په يوه حديث شريف كې د دوكې په اړوند پيغمبر (ص) فرمايي:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةِ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ مَا هَذَا يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ الله قَالَ أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ كي يَرَاهُ النَّاسُ مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنِّي.  ([6])

ترجمه:له ابو هريره (رض) څخه روايت دى چې نبي كريم (ص) د غلې (خوراك) په يوه درمن تيرشو، خپل لاس يې پكې ورد ننه كړ ګوتې يې لمدې شوې نو ويې فرمايل دا څه دي اې د غلې څښتنه! هغه وويل باران پرې شوى دى اې د الله (ج) رسوله ، رسول (ص) وفرمايل: نو دا لانده غنم دې سرته نه راوړل چې خلك يې ويني ،  څوك چې چل ول كوي له مونږ څخه نه دي .

نجش (تيزول) هم منع دي، او هغه دا چې يو څوك د يوه شي د پيرودلو لپاره قيمت جګ ووايي خو د اخستلو اراده يې نه وي بلکه صرف ددې لپاره چې بل سړى پرى ورتيز کړي لوړه بيه وايي تر څو دغه شي بل څوک په لوړه بيه واخلي.

نبي كريم صلى الله عليه وسلم او د هغه ځينو اصحا بو به په ماركېټ کى پيرودل او پلورل مشا هده كول او نظارت به يې كولو او لدينه يې هدف په ماركېټ كې مداخله نه وه بلکه هدف يې د ظلم (دوكې او فريب) مخنيوى و.

الله پاك په سوره المطففين كې فرمايي.

[ وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ (1) الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ (2) وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ].

ترجمه:افسوس، هلاك، خرابي يا كنده د دوزخ ده كم كونكېو لره (په پيمانه او تول كې) هغه (كسان) هر كله چې ځان ته اخلي پيمانه نو پوره اخلي او كله چې پيمانه وركوي يايې تلي هغوى ته  نو كمي كوي (پوره يې نه وركوي).

11)                     ا حتكار:

12)                     احتكار كونكى هغه شخص دى كوم چې په قصدي ډول غذايي مواد ذخيره كوي او يا يې  ددې لپاره پټوي چې بيه لوړه كړي .

په اسلام كې   احتكار (يا انحصار) منع دى، نبي كريم صلى الله  عليه وسلم داسې فرمايلي دي:  عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَنْ احْتَكَرَ عَلَى الْمُسْلِمِينَ طَعَامًا ضَرَبَهُ الله بِالْجُذَامِ وَالْإِفْلَاسِ ([7]

ترجمه:له عمربن الخطاب (رض)څخه روايت دى وايي چې ما له رسول الله (ص) څخه واوريدل چې ويل يې: څوك چې له مسلمانانو نه غله منع كړي (احتكار وكړي) ،الله پاك به يې د جزام په ناروغۍ او په تنګدستۍ اخته كړي.



[1]- (d182/798) دغه ۱۸۲ ميلادي كال ، او د هغه لاندى ۷۹۸ هجري كال شيي

[2]- د زكات دغه حد(اندازه) يا ريټ د محترم استاذ حسن الامين د ليكچر څخه را اخستل شوې نوموړى د اسلام آباد په نړيوال اسلامي پوهنتون كې د اسلامي اقتصاد استاذ دى .

[3]- كپيټل هر هغه شي ته وايي چې اقتصادي ارزښت ولري لكه ماشين آلات،  كور ، موټر او داسې نور.

[4]-المصدر:سنن احمد، الكتاب: باقي مسند المكثرين، الباب: مسند جابربن عبدالله (رض)، رقم الحديث: ۱۴۵۵۰

[5]- د ډاكټر طاهر منصوري كتاب(Islamic law of contract) ، آتم فصل ، صفحه ۹۵- ۹۸

[6]- المصدر: صحيح مسلم، الكتاب: الايمان، الباب: قول النبي من غش فليس منا، رقم الحديث: ۱۴۷

[7]- المصدر:سنن ابن ماجه، الكتاب: التجارات، الباب:الحكرة والجلب، رقم الحديث:

  دغه لیکنه له پورتني  کتاب څخه اخستل شوې ده

 

دمعاصر اسلامي اقتصاد پیژنده

لیکوال بشیرالله نجیمي

 

 

اقتصاد بلاګ  له لیکوال څخه مننه کوي

چې دغه ښکلې اوارزښتنا ک کتاب یې ورته ډالۍ کړئ

شبګیر