ویندوز 7 چې د مایکروسافټ تر ټولو نوي نسخه ده او نوې نوې بازارته عرضه شوي ده .لدې مخکې ویندوز ویستا چې دمایکروسافټ شرکت لخوا وړاندې شوه چندانې دخلکو دخوښې او هرکلې تر پولې ونه رسیده ځکه چې له یوې خوایې ډیر وزن لره او له بلې خوا په ټولیزه توګه بشپړه هم نه وه بر سیره پردې  دچټکۍ (سرعت) یې هم خوند نه وؤ  نو په پایله windows 7 مارکیټ ته وړاندې شوه چې د ویستا په پرتله ډیر کم وزن ،چټګه،غښتلې، له امنیته ډکه، او کار کول پرې ډیر تفریحي او خوندور دياو ګڼې نورې نوې ځانګړنې هم لري    مثلآ کولی شئ چې  ...c,d  ډرایو (drive)  وتړلی تر ځو بل ځو ک ورته لاس رسئ ونلري  او نوموړي ویندوز یوه بریالی ویندوز بلل کیږي . ګڼې نورې ځانګړنې هم  لري چې زه ترې تیریږم
یاده شوې ویندوز په دریو بېلا بېلو  ورژنو کې وړاندې شوې ده چې ultimate یې تر ټولو مخکښه نسخه ده
  1. windows 7 basic
  2. windows 7 home premium
  3. windsows 7 ultimate 

د اقتصاد بلاګ درونو لوستونکو!

که غواړئ  نوموړي ویندوز ډاونلوډ کړي نو لاندې نظر ټکي په غور سره ټول ولولي او بیا یې دښکته کول پریکړه وکړئ

  • ستاسې کمپوټر باید د لوړو خواصولرونکي وي دبېلګي په توګه core 2 duo   یا   duo core خو لنډه داچېprocessor یې باید له 1.5Ghz څخه لوړ وي، کم تر کمه ستاسې کمپیوټر باید 1GB RAM ولري  دغه دوه شیان ډېر اړین دي که  لدې کم  وؤ تاسو یې انسټالولی شي خو د کمپوټر د چټکتیا به موبیا  چندانې خوند نه وي .
  • ښکته شوي فایل (ویندوز) باید په یوه cd رایټ کړي که ستاسې خپل  cd writer  د رایټ توان لري ښه تر ښه ګڼي فایل په usb کې واچوي او په بل کمپیوتر یې چې cd writer یې کار کوي رایټ کړي
  • دسي ډي درایټ لپاره د nero سافټویر ډانلوډ کړئ په سالم رایټ کې به درسره مرسته وکړي (د ډاونلوډ لپاره دلته کلیک وکړئ) یــــــا دلته
  • او همدا رنګه باید د torrent ډاونلوډ سافټویر په خپل کمپوتر کې انسټال کړئ چې بېله دغه سافټویر تاسو نشی کولی چې یاده شوې ویندوز ښکته کړئ
    دښکته کول په موخه دلته کلیک وکړی
  • دغه ویندوز 3.47GB وزن لري چې ډاونلوډیې کیدای شي ورځې ونسي ...
  • کله چې کمپیوټر ګل کوي نو ډاونلوډ (Torrent) تم ( stop) کړئ،  او کله مو چې کمپیوټربیرته روښانه کړtorrent درسره resume کړي ( که تاسو مخکې هم torrent  استعمال کړئ وي بیا خومو سر خلاص دي که خدای کول!)
  • اوس تاسودویندوزد ښکته کولو په موخه لاندې انځور کلیک کړئ

مرستندویه لینک    ډانلوډ

 

یاده شوې ویندوز په بشپړه توګه update  کولی شي  یعنې پدې مانا چې ویندوز اصلی ده

 

 

 

په پښتنه مینه

ولي خان شبګیر