اسلامي اقتصاد څه ته وايي؟
په نړۍ كـې درى غټ اقتصادي سيستمونه موجود دي چې هغه عبارت دي له: كپيټاليزم، سوسياليزم او اسلام څخه. سوسياليزم يا كمونيزم په ځينو هيوادونو لكه روس، چين او داسې نورو كې پلى شو، خو نن سبا دغه هيوادونه بيا دکپيټالزم په لور روان دي او كمونيستي اقتصادي سيستم له مينځه تللى دى. كپيټاليستي اقتصادي سيستم تر اوسه په پښو ولاړ دى مګر دغه دواړه وضعي اقتصادي سيستمونه يوازې د انسان مادي اړتياوو ته درناوى كوي او د هغې د لاسته راوړنې او پوره کولو لارې چارې ښيي، روحي اړتياوو ته په كې پام نه دى شوى، بل دا چې دا اقتصادي سيستمونه انسانانو د خپل فكر په اساس جوړكړي دي، د آسماني لارښوونو او اصولو په اساس نه دي ولاړ، نو ځكه كامياب او ګټور نه دي، خو اسلامي اقتصادي سيستم يوازينى سيستم دى چې د مادي او روحي اړتياوو دواړو د پوره کولو لارې چارې په كې ښودل شوې دي. (اسلامي اقتصادي سيستم له نورو سيستمونو سره په دوهم فصل كې په پرتليزه توګه څيړل شوى دى). اسلامي اقتصادي سيستم د الله (ج) د اوامرو او احكامو په رڼا کې جوړ شوى، خو متاسفانه چې داسلامي خلافت له زرينې دورې څخه وروسته په بشپړه توګه نه دى پلى شوى که څه هم په دې وروستيو كې په دې برخه كې هڅې روانې دي.
ولې اسلامي اقتصاد؟ غربيانو چې كوم اقتصادي سيستم جوړكړى دى هغه د دوى د خپلو اقتصادي او كلتوري عاداتو او حالاتو په نظر كې نيولو په اساس جوړ شويدى. د بيلګې په توګه سود، خود غرضي او داسې نور په كې ګډ شوي دي او د دوى ټول اقتصادي سيستم په همدغو اصولو ولاړ دى او څرګنده ده چې د دوى ټول اصول د انسانانو په وسيله جوړشوي دي، نو مونږ نشو كولاى چې غربي اقتصادي تګلاره په پټو سترګو عملي كړو، ځكه مونږ خپل بشپړ نظام لرو او الله (ج) د ځنې كارونو او اعمالو له کولو څخه منع كړي يو او څرنګه چې دا ژوند يوه آزموينه ده، نو مونږ بايد نه يوازې د دنيا د ژوند په اړوند فكر وكړو بلكې آخرت هم بايد په نظر كې ونيسو، په همدې بنسټ زمونږ اقتصادي سيستم بايد دقرآن او احاديثو د اصولو په مراعاتولو او د هغې په رڼا کې جوړشي.
غربي اقتصادي نظرياتو ته لنډه كتنه:
په عمومي ډول سره غربي اقتصادي تيوري په دوو برخو ويشل شوې ده كلاسيكل او كېنيزين اقتصادي مفکوره.
كلاسيكل اقتصادي نظريه: ددې نظريې اقتصاد پوهان پدې نظر دي چې په اقتصاد كې بايد هميشه ټول وسايل پكار اچول شوي وي، بشپړ توظيف (Full Employment) وي نوځكه دوى فرض كوي چې د عمومي عرضې خط عمودي دى او دوى پدې نظر دي چې حكومت بايد په ماركېټ كې هيڅ مداخله ونكړي، سربيره پردې دوى دا هم فرض كوي چې ماركېټ فعال (موثر يا Efficient ) دى او د تنخوا اندازه بدليدونكې ده (Flexible Wage) او كه ماركېټ (تقاضا او عرضه) په خپل حال پرېښودل شي تعادل مينځته راځي.
مګر كلاسيكل اقتصادي سيستم د لوى زوال (Great depression 1930) نه وروسته له ناكامۍ سره مخ شو او دكېنز نظريو ډېر شهرت وموند.
كېنزين اقتصادي نظريه:
كېنز وويل چې حكومت بايد په ماركېټ كې فعال رول ولري او عمومي تقاضا (غوښتنه) (Aggregate Demand) بايد ترتيب شي. پدې سيستم كې دوى دا فرض كوي چې د عمومي عرضې (Aggregate Supply) له اړخه كوم مشكل نشته او هر څومره شي چې وغواړو توليد كړو توليد كېدى شي، اصلي مشكل يوازې د تقاضا له اړخه دى.
او تقاضا بايد د حكومتي لګښتونو په وسيله كنټرول شي، دوى دا هم وايي چې د تنخوا اندازه يا حد ثابت دى،(Wages are Rigid)
په دغه ګراف كې د عرضې د خط (Supply Curve) درى واړه برخې ښودل شوې دي اسلامي هيوادونه ټول په اوسط حد كې واقع دي، ددې دا معنى شوه چې اسلامي هيوادونو خپل ټول وسايل په كار ندي اچولي او ددې ترڅنګ دوى د توليد له اړخه هم مشكلات لري.
مګر مونږ ته دا معلومه ده چې له اوو اسلامي هيوادونو (كويت، سعودي، ليبيا، قطر، متحده عرب امارات) څخه پرته چې ټول تيل توليدونكي هيوادونه دي نور ټول اسلامي هيوادونه د غريبو يا وروسته پاتې هيوادونو په ډله كې راځي. زمونږ ماركېټونه او زمونږ مالي سيستم دومره موثر او فعال نه دى چې د غربي هيوادونو له حالت سره د برابرۍ وي او زمونږ حالات او شرايط له هغو شرايطو نه ډير توپير لري د كومو په بنا چې د لويديځ اقتصاد پوهانو اقتصادي تيورۍ جوړې كړې دي.
له بل اړخه په اسلامي هيوادونو كې اصلي مشكل د عرضې (Supply) او يا توليد له لوري دى، تقاضا موجوده ده مګر مونږ د خپلې اړتيا وړ شيان په خپله نشو توليدولى، اسلامي هيوادونو ته پكار ده چې د عرضې اړخ ته Supply) Side ) ډيره پاملرنه وکړي ځکه د تقاضا له اړخه مشكل كم دى، په اسلامي هيوادونو كې چې كومه كمه تقاضا موجوده ده مونږ هغه هم په خپله نشو پوره كولاى او د نورو بهرنيو هيوادونو څخه ډير تجارتي وسايل اخلو.
نن سبا په غربي هيوادونو كې د اقتصادي ثبات ساتنه ٫(Stabilization ) غټه مسئله ده، يعنى د هغه بشپړ توظيف چې دوى ترلاسه كړى ثابت ساتنه او د هغې ترڅنګ د انفلاسيون كنټرولول يوه مهمه مسئله ده. خو زمونږ (اسلامي هيوادونو) مشكل دا نه دى، زمونږ په هيوادونو كې پوره توظيف (full employment) نشته، بېكاري زياته ده، مونږ ته لومړى دا پكار ده چې خپل توليدات زيات كړو، ترڅو خلكو ته روزګار برابر شي او د عوامو د ژوند سطحه ورسره ښه شي.
له بله پلوه غربي هيوادونو د الله (ج) اوامر له پامه غورځولي دي، دوى يوازې د مادي اړتياوو (material need) د پوره كولو په هڅه كې دي او روحي خوشحالي يې له پامه غورځولې ده چې ددې په وجه د دوى په وګړو كې د ځان وژنې كچه ورځ په ورځ زياتيږي او سره له دې چې د ژوند ټول مشكلات يې هم حل دي بيا هم ذهني او روحي راحت او ډاډ نلري ددوى ځېنو اقتصاد پوهانو دغه خبره منلې ده. يو غربي اقتصاد پوه وايي چې د مال او دولت زياتيدل حتما د خوشحالۍ د زياتيدو باعث نګرځي، بلكې يوازې د انتخاب ساحه (Range of Choice) ورسره زياتيږي.
يعنى كه يو سړى ۱۰۰۰۰ افغانۍ عايد ولري او بل سړى ۲۰۰۰۰ افغانۍ عايد ولري پدې صورت كې لومړنى سړى يوازې هغه شيان اخستلاي شي چې قيمت يې د افغانيو۱-۱۰۰۰۰ تر مينځ وي او دوهم سړى د ۱-۲۰۰۰۰ افغانيو تر مينځ قيمت لرونكي شيان اخستلاى شي دا د دې معنى وركوي چې د لومړي سړي د انتخاب ساحه د دوهم سړي د انتخاب له ساحې څخه كمه ده، مګر دا ددې معنى نه وركوي چې هرومرو دې هغه سړى چې ډېر عايد لري خوشحاله او آرامه وي ، كېداى شي چې هغه سړى چې كم عايد لري له هغه بل نه ډېر آرام او روحا سوكاله وي .
الله(ج) په قرآن كې فرمايي: [الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ الله أَلَا بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ]. (الرعد:27)
ترجمه:(دغه رجوع كوونكي) هغه كسان دي چې ايمان يې راوړى دى او آرام نيسي زړونه ددغو (مومنانو) په ذكر دالله (ج) سره، واورى خبردار شئ چې په ذكر دالله (ج) سره مطمئن كېږي آرام نيسي زړونه.
يعنى خوشحالي د الله(ج) له اړخه ده او هر څوك چې د الله (ج) اوامر مني او د هغه عبادت كوي الله (ج) هغوى خوشحاله او آرام ساتي.
سره له دې چې ډېرو اسلامي هيوادونو كوښښ وكړ چې د غير اسلامي اقتصادي نظرياتو او فارمولو په عملي كولو سره، خپل اقتصادي مشكلات حل كړي مګر د دوى ټولي هڅې ناكامې شوې او ددې په وجه ډېر اسلامي هيوادونه د سود تر بوج لاندې راغلل، د مثال په ډول پاكستان د خپلو پيداوارو (داخلي ناخالص محصول(GDP) تقريبا ۲۵% يوازې د سود په وركولو مصرفوي، نو مونږ ته پكار ده چې اسلامي اقتصاد عملي كړو او لدې لارې د دواړو دارينو كاميابي تر لاسه كړو.
اخځای:-