ګرانو ډیر کله به تاسو د فایلونو په پرانستلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی وی ،یعنې ځینې فایلونه چې په هغه بڼه (فارمټ) جوړشوي وي  چې  ستاسې کمپیوټر یې نشي لوستلي مثلآ PDF,FLASH,SWF , او همداسې نور فارمټونه

ددې ستونزې د حل لپاره دوه لارې شته لومړی داچې تاسې باید خپل کمپیوټر کې Adob reader,flash reader,smart reader او یاداسې نور سافټویرونه ولری  او یا  داچې که تاسې دارنګ سافټویر نه لري نو دلاندې سافټویر په مرسته کولی شې د PDF فایل په   txt,html,doc,swf ,واړوي.

سافټ سیر یال نمبر لري او تل لپاره ترې ګټه واخلي

ریښتیا ددې لپاره چې په ښکته کولو کې له ستونزې سر ه لاس او ګریوان نه شی نو سافټویر مو په rar فولډر کې ځای پر ځای کړي، کله مو چې ښکته کړ لومړي تاسو باید هغه د rar  له فولډره عادي فولډرته راوړي یعنې  right click او بیا extract here خوښ کړئ

بیاهم که ستونزه وه راسره شریکه یې کړي

 

 

که غواړئ د Adob Reader  سافټویر هم ښکته کړئ  لاندې انځور ته ټک ورکړئ


 ستاسې دروښانه راتلونکی په هیله

ولي خان شبګیر

 


 

نیمه ته شه نیم به زه شم

په نیمایي کنډو به وشي دیدنونه