د حسابدارۍ شاليد!
حسابداري دمدنیت همځولې ده، په کره توګه حسابداري (؟؟؟؟) کاله تاریخي قدمت لري،داچې له کومې نېټې انسان او حیوان پیداشوی،تجارت او راکړه ورکړه دود شوې جوړه ورسره دمحاسبې هنر هم په یو ډول نه یو ډول پیل شوی ، داسې انګېرل کیږي چې شاوخوا ۴۰۰۰کاله وړاندې له ملاده دحسابدارۍ نښې نښانې دعراق په بابل ښار او مصر کې لیدشوې دي،ویل کیږي چې هغه وخت دمزدونو، کرنیزوتولیداتو او مالیاتودحساب لپاره ځانګړې خاورین ګاټي او خښتې جوړې شوې وې،کله به چې سوداګرو مالونه له یو ځای بل ځای ته لیږدول نو دوی به دغه ګاټې په ځانګړو خښتو کې دننه کول او ترهغې به یې لمر ته ایښودل چې وچ شي کله به چې بادوان دمالونو کښتۍ ټاکلی ځای ته ورسوله نو سوداګر به درسید په توګه دغه خاورینه خښته چې دمالونو په شمیر او نوعیت ګاټي پکې خښ شوي وؤ کښتیوان ته ورکوله ، دغه ګاټي په مختلفو شکلونو جوړشوي وؤ چې هر یو یې دبېل شي دپېریا پلور لپاره کارول کیده مثلآپه لاندې انځور کې فرض کړئ دغه غټ لوي ګرد شکله ګاټۍ دیوې ټوکرۍ غنموو په مانا،یاد یوه حیوان په مانا یا دکالیو ....وغیره په مانا ګڼل کیده.
دوی دهر جنس لپاره ځانګړي ګاټي جوړ کړي وؤ. وروسته یې بیا دګاټو په ځای نښانونه او سمبولونه په خاورینو خښتو کښل چې نسبت ګاټو ته اسان وؤدغه سیستم د نن ورځې له بېل او رسید سره په پرتله کولی شو.
همدارنګه تاریخې شواهدو ښودلی چې مصریانود راکړې ورکړې فورمونه هم جوړکړي وؤچې سره زر او نورو ارزښتناک شیان به یې پکې ثبتول. د زیږدیږ کال له پیل سره په پخواني روم هم د حسابداري په ډګر کې زیاتې لاسته راوړنې لرلې دبېلګې په توګه دروم خلکو ته د دروم لومړي امپراتور اوګوستوس چې دژوند کالونه یې ۶۳ کاله له میلاده وړاندې او ۱۴ کاله وروسته له ملاده ښودل شوي دحسابدارۍ لوی میراث پریښئ دی،هغه دڅلورو لسیزو امپراتورۍ ټول دولتي لګښتونه ثبت کړي وؤ،ویل کیږي چې ده یو لوی متن چې ۳۵ پراګرافه یې لرل خپلې سیاسي او نظامي کړنلاري ، د دولت لګښتونه ،کومکونه ،ودانۍ او زراعتي تولیدات ثبت او رجستر کړي وؤ،رومي تاریخ پوهان وایي چې اوګوستوس له میلاده ۲۳ کاله پخوا د دولتې عواید،په خزانه کې نغدې پیسې لېست کړې وې ،همدا راز د جنسونو،نغدو پیسو او راکړو ورکړ ریکارډ به د پوځي پرسونل لخوا په ډېر دقت ساتل کیده، داګوستوس له مرګه وروسته په روم کې د حسابدارۍ لړیۍ پیل شوه.
که دخلافت دورې ته راشو هلته هم په حسابدارۍ کې دپام وړ پرمختګ شوي دي، یو اربی لیکوال ابن تیمیه په خپل کتاب الحساب کې کښلي چې د حضرت عمر (رض) په دوران کې ددولتی حسابداري سیستم ډېر پیاوړي اوغښتلی وؤ چې ورسته وروسته دحسابدارۍ په ډګر کې نوښتونه رامنځ ته شول ، سوداګریزه راکړه ورکړه ورځ تر بلې په غوړېدوشوه.
د۱۵۰۰-۱۳۰۰کالو ترمنځ دتجارت دایره په بې سارې توګه پراخه شوه له همدې کبله د دوه اړخیز حساب ضرورت حس شو،په کال ۱۴۹۴داټلیاوي ریاضی پوه لوکاپاچیولي لخوا دوه اړخیزه حسابداري وړاندې شوه نوموړی د عربو څخه د عددونو مرسته وغوښته او په خپل ماموریت کې یې داربو کشف کړي عددونه وکارول. چې په پایله کې یې ۳۶ څپرکیه یو کتاب د
( Summa de Arithmetica Geometria Proportioni et Proportionalita)(دهندسې ،حساب،او تناسب په اړه هرڅه) په نوم ولیکه چې حسابداري یې په پوره تفصیل سره پکې بیان کړې ده او یادشوی کتاب د حسابدارۍ لومړی کتاب بلل کیږي .
همدارازدنننئ حسابدارۍ ځینې اصلاحات لکه کریډیت او ډېبیټ او همدا ډول دحسابداریۍځینې کتابونه لکه[جورنال کتاب، حساب (لیجر) کتاب] د ده میراث شمیرل کیږي چې تر ننه دحسابدارۍ په ډګر کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
دیوې رڼې او ځواب ګویا ادراې په هیله
ولی خان/شبګیر
2010-2009 اقتصاد©
ښکلا دلـــــــــوړه لـــــه اسمانــه دا منم په ټینګه
خو په جفا اوناځوانۍ د هم خوله نه ښوریږي
شبګیر