سره له دې چې افغانستا غني  طبعي  او پیاوړې بشري پانګې لري،خوتراوسه پدې نه دی  ځواکمن شوي  چې له دغو پانګو په سالمه اومسلکي توګه ګټه پورته کړي ددې اساسي علت داخلي کړکیچونه ،باندنۍ لاس وهنه ، دمسلکي کسانونشتوالی،دمالي پانګې کموالی ،تکنالوژي،سیاسي بې ثباتي ،او ګڼ نورلاملونه کیدلی شی چې دافغانستان   اقتصاد یې ډېر زیانمن کړی دی.اما داچې دافغانستان اقتصادي حالت په ځانګړي توګه په دې وروستیو کې دافغان دولت لاسته راوړنې،  اوله نورو سمیزو هیوادوسره څومره پرتله کیدلی شي د همدې لیکنې ګېډه جوړي.

 دافغانستان اقتصاد تر ډېره حده په بهرنیو مرستو او دکوکنارو په تولید تکیه کړې،او ډیرۍ وګړی  یې اوس هم د کورونو،صحي اوبو،بریښنا،صحت او کار له کمبود سره لاس او ګریوان دي دیادو شوو ستنوزوسره سره افغان دولت ته ځینې اقتصادي  او ټولنیز  پرابلمونه  لکه په زراعتي سکتور کې دکوکناروشتون،کارموندنې، اداري فساد ،دظرفیتو زیږول ،زیربنا جوړل، بیارغونه  او داسې نور په مخ کې پراته دي  خود افغان دولت په 2006  دداخلي ناسوچه تولیداتو سلنه چې8.2 په سلو کې  او په کال 2007کې 12په سلوکې  یوې  بهرنۍ سرچینې ښودلې ښه ګام بللی شو. خو دغه سلنه  په کال  2008په بې سارې توګه .% 3.4 راټیته شوې ده .

همدارنګه دافغانستان دداخلی عوایدډېر والی دبېلګې په توګه دځینو مهموګمرکونو عواید چې مرکزته رالیږل شوی  او تازه دمالیې وزارت وزیر عمر زاخیلوال لخواوړاندې شول چې ستاسو پام ورته رااړم.


 ولایت                                  ۱۳۸۷ لومړی اته میاشتې                              ۱۳۸۸ لومړی اته میاشتې

مزارشریف:                           ۱.۹ ملیارد افغانۍ                                             ۵ ملیارد افغانۍ

هرات:                                     ۳ ملیارد افغانۍ                                                     ۶ ملیارد افغانۍ

کندهار:                                 ۹۰۰ میلینو افغانۍ                                               ۱.۴ افغانۍ

جلال اباد:                           ۲.۷ ملیارد افغانۍ                                                 ۵.۹ملیارد افغانۍ


دپورتنی احصایې له مخې دافغانستان  ګمرکي عواید د تېرکا په پرتله ۵۳.۵ په سلوکې لوړ شوي دې چې یوه ستره لاسته راوړنه یې بللی شو.




د۱۳۸۲-۱۳۸۶ کالو ترمنځ دافغانستان دملي بودجي وضعیت او  جوړښت



   دافغانستان دداخلي ناخالصو تولیداتو وده په ۲۰۰۶ کال کې ۸.۴ ٪ ښودل شوې

 په داخلي تولیداتو کې دسکتورونو ونډه :

کرهڼه(زراعت)                          31%

صنعت                                            26%

خدمتونه                                      43%

یاداښت: په پورتنئ احصایه کې  له کرهڼې کوکنار ایستل شوی دی  (2008)


دکارځواک (کار قوه)

 افغانستاد ۱۵ میلونو په شاوخوا کې کاري قوه لري .

کرنه                                       80%

صنعت                                  10%

داخل خدمت                    10%


بې کاري (بې روزګاري) 40%

دافغانستان اساسي او حیاتي ستونزه بې کاري ده،داچې زمونږ ګڼ شمیر ځوانان بې کاره او بې روزګاره ګرځی دکاري موکو هیځ څرک نه مالومیږي همدا وجه ده چې ځوانان او بې کاره خلک دخدمت په ځای د ستنوزو جوګه شوي دی ،او څلویښت په سلو کې خلک بې کاره ګرځي. دبې کاري له زاویې افغانستان په نړۍ کې 185 ،چين 46,کاناډا 76,ایټلیا 85, هندوستان  118,پاکستان146,او ایران 136 مقام لري.

همداراز دافغانستان  ۵۳٪ وګړي دبی وزلۍ (غربت) له کرښې لاندې ژوند کوي.

 


بریښنا:

دبریښنا تولید:  839 میلونه کلیواټه (2007)

دبریښنا لګښت:  1.1 بیلیونه کیلوواټه  (2007)

دبریښنا واردات: 100  میلونه کیلوواټه          


صادرات:

 (327  میلونه امریکایي ډالرو په ارزښت  ..2007)

صادراتی توکي:

میوه،زړي لرونکی میوه،وړي، ،پوستکي،مالوچ،زعفران،قالینې،قمتي او نیمه قمتی غمي، کوکنار او داسې نور.

صادراتي هیوادنه (2005)

امریکه:                        25.8%

هند:                              21.2%

پاکستان:                    20.3%

فینلنډ                          4.1%


واردات:

4.87  بیلیون امریکایي ډالرو په ارزښت (2007)چې دوارداتو له کبله په نړي کې116  مقام لري

وارداتي توکي:

خوراکي توکي،سون مواد،ټوکر، تخنیکي توکي او  وغیره

 وارداتي هیوداونه:

پاکستان                                         39%

امریکه                                            9.6%

المان                                               5.6%

هند                                                  5.3%

ترکیه                                               4.2%

ترکمنستان                                  4.1%

نور                                                    30.2%

دپړسوب(انفلاسیون) کچه

13 په سلوکې (۲۰۰۷)

مالي کال

دوري لومړي نیټه (21مارچ)

 

 

اخځايونه:

  • ( World fact book)دامریکې استخبراتي ادارې لخوا چاپ شوي کتاب 2005
  • دولسي جرګې ته دمالیې وزیرعمر زاخیل وال وینا
  • دکابل پوهنتون داقتصادپوهنځي لیکچر نوټونه

 

 

دغښتلي او پیاوړي اقتصاد په هیله

ولي خان شبګیر/هند