درنو لوستونکو سلام!
لکه څرنگه چه تاسې پوهیږی چه پر مختګ په هر ډگرکې هغه که د فرد،کورنې،ټولنې یا د یوه هیوادپه کچه وي خپله بېله معنی او مفهوم خپلوي مثلآ ځینې وخت یو څوک یوه بهرنۍ ژبه ذده کوي خو کله چه مونږ دهغه لاسته راوړنې ارزیابي کوو نو په همدې اصطلاح خپله جمله بشپړوو چې فلاني ډېر پرمخګ کړی یا ځینې وخت چه کوم شاګرد په خپل ټولگي کې له یوه ټیټ مقام څخه اول یا دویم مقام گټي نو مونږ دهغه کوښښ ته پرمختګ وایو او همدارنگه دیوې کورنۍ په ژاوندانه کې مثبت بدلون یا دیوې ټولنې د علمي کچې لوړوالی او ښه صحت لرل اوهمداسې سل نورې کېسې چې هر یو ته بیل بیل پرمختګ ویل کیږي. خو زه به دلته په دې لنډه مقاله کې د هیواد په کچه دپرمختګ په اړه یو څو کرښی تورې کړم.
کولی شو چې پرمختګ په ډیر ساده تغریف کې داسې راونغاړوچې دیولړاجرا تو په ترڅ کې د مثبتو موندنو بهیرته پرمختګ وایي.همداراز پرمختګ هغه وخت شونی دی چې موکې(فرصتونه) موجودې وي
یا
پرمختګ = کړنې+لاسته راوړنې
او په لاندې سکتورونو کې دیوه هیواد په کچه مثبت بدلون د پرمختګ جوګه باللی شو.
* دټولنیز سکتور وده
* په سیاسي ډګرکې بدلون
* داقتصادی سکتور وده
* په اداري سیستم کي نوښت او بدلون
داچې په پورتني سکتورونو کې څه باید بدلون وکړی؟ ددې لپاره یوڅو اساسی فکتورونه په لاندې ډول ستاسو مخ ته ږدم.
1. دملي عوایدولوړوالی
2. دسرانه(سړی سر) په عوایدو کې زیاتوالی
3. دوګړود ژوندانه انداز ته پام (معیاری ژوند)
4. کارموندنه (دبې کاری له منځه وړل)
5. ټولنیز عدلت پلی کول
6. سراسری امنیت تآمینول
7. دوگرو صحت ته پام
8. دعامه وګړو ونډه
دپرمختګ خنډونه
ډیرۍ داسې عناصر شته چه دپرمختګ بهیر له ګواښونو سره مخامخ کوي خو مادلته د خپلې محدودې مطالعې په مټ یو څو عناصر یو په بل پسې قطار کړی چه د پرمختګ په ډګرکې خنډونه یا چلینجونه بلل کیږی.
- دعامه وګړو د ونډې کموالئ.
- ناپایداره سیاستونه.
- د نوې تکنالوژي کمښت
- بې انډوله(بې موازنې) پرمختګ
- دمالي پانګو(سرمایه) کمولی
- دتعلیم او پوهنې کموالئ یا نیشتوالئ
- عنعنوي ټولنې
- په نړی واله کچه داصلحې ډیروالئ
- دنفوس چټکه وده
- بې وزلي
* ذهني غربت او
* اقتصادي غربت
په بشپړه پښتنه منیه
شبګیرمنګل/هند
اقتصاد09-10©
هر ښه کار په پیل کې ناشونی وي (حضرت سلمان فارسي "رض")