درنو لوستونکو سلام!

دافغانستان دملي پرمختیا د تګلارې  د پام وړ ټکي:

''دافغانستان دملی پراختیا دتګلارې ANDSبهیر د یوې کمیټې په وسیله چې دولس مشر له خوایې نظارت او دولس مشر دداقتصادی ستر سلا کار له خوایې مشری کیده منځ ته راغی. نړیوالې ټولنې ته دهیواد په دننه کې دپراختیا د لمړی توبونو د هر اړخیزې څیړنې  او همدارنګه نړیوالې ټولنې ته دافغانستان (چې په ۲۰۰۲ کال کې داوږدې کورنۍ جګړې څخه راوولې) د امنیت ،حکومت کولو ،اقتصادی او ټولنیزو پاراختیا یی اړتیا وو په اړه دیوې واحدې تګلاری (چې دتولو وزارتونو او دولتي ادارو دملاتړ څخه برخمنه وي )وړاندې کول ،دبېلا بېلو وزارتونو ترمنځ دتګلارو همغږی کول او په پروژو او پروګرامونو کې داغیزمنتیا راوستل.دافغانستان دملي پراختیا دتګلارې جوړښت چې درکنونو په بڼه دي دپراختیاي اړتیاوو په دلبندي کولو کې مرسته کوی اوسر بیره پردې  وزارتونو ،مرستندویه هیوادونو،نړیوالو نادولتي سازمانونو او دافغا مدني ټولونو سره مرسته کوی تر څو دکاراومرستو ساحې په ګوته کړي.'' اکبر

دغه ستراتیژي د زریزي پراختیایی  موخو په دلاسته راوړو په موخه  په ۲۰۰۶ کال کې دلندن کنفرانس ته وړاندې شو،د نړی مرستندوېه هېوادونود  یادشوی تړن څخه ملاتړ اعلان کړ ،او دافغان دولت به  د پراختیایي موخو دلاسته راوړلو مسؤلیت پر غاړه اخلی



دپکیتا او پکتیکا ولایتونوپراختیایي پلانو دښکته کولو لپاره په انځورونو کلیک وکړئ

                                                                                                                      

                                                   

دنورو سکتورونو او ولایتونو دپرمختیایي ستراتیژی لپاره او همدارنګه دملی پراختیا تګلارې په هکله د لازیاتو مالوماتو په موخه   همدا څای وټومبئ

 

 

په پښتنه مینه

شبګیر منګل