هرزه ګیاوې د څو لارو څخه د ځمکني توتانو وده اغېزمنه کوي، دوی د اوبو، منرالونو او د لمر شعاع له پلوه د ځمکني توت سره سیالي کوي دوی په ناروغیو ، نیماتودونو او حشراتو کې زیاتوالی راولي او د دې د مېوې کیفیت کموي.

حاصل ټولوونکي نشي کولای چې په هرزه ګیاوو کې پټه مېوه راټوله کړي د دې څخه علاوه هرزه ګیاوې د ځمکني توتانو د تولید قیمت زیاتوي او کېدای شي دغه قیمت په یو ایکړ کې سوونو ډالرو ته ورسیږي.

د ځمکني توتانو بوټي په اسانۍ سره د لوړ او په تېزۍ سره د وده کوونکو هرزه بوټو په واسطه تر اغېزې لاندې راځي او دوی شاید په شدت سره په یو څو اونیو کې دې ته زیان ورسوي.

ځمکني توتان

د هرزه د کنترول ټاکلې لارې چارې د (Strawberry) نباتاتو په ژوند کې د پام وړ زیاتوالی راولي ، د ژمي او اوړي یو کلنې هرزه ګیاوې په ځمکني توتانوکې ډېر د پام وړ مشکلات رامنځته کوي ، سره له دې چې د ژمني یو کلنو هرزه ګیاوو کنترولول د اوړي هرزه ګیاوو په نسبت ډېر مشکل دي ، د یو کلنو هرزه بوټو په نسبت د څوکلنو هرزه بوټو اداره کول په ځمکني توتانو کې ډېر سخت دي خو بیا هم ځمکني توتان باید په هغه ځای کې و نه کرل شي کومه چې مخکې نه په دې هرزه بوټي اخته وي.

د اداره کولو (تنظیمولو) طریقې:

د ځمکني توتانو د هرزه بوټو کنترول یو کلنه پروسه ده چې دا د ساحې د کرلو څخه شروع او د نبات تر ژوند پورې دوام لري. تر ټولو مؤثره او اقتصادي تنظیمونه د میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو څخه عبارت ده، د دې سره ، سره په ځمکني توتانو کې د هرزه ګیاوو د کنترولولو ډېر ګیاه وژونکي شتون لري .

مقاوم نباتات معمولاً د ګیاه وژونکو په واسطه کنترولېدی شي، دغه مشکل د هر اړخیز کنترول په واسطه اداره کېدی شي لکه کرنیز تناوب، د تخمونو د ښه بستر اماده کول، قوي کرنیز تناوب، کرنه په مختلفو طریقو سره ، د ګیاه وژونکي استعمالول او د ګیاه وژونکو د یو موسم څخه بل موسم ته څرخېدنه .

د ساحې انتخابول، د بستر اماده کول او حفظ الصحه

په ځمکنیو توتانو کې د څو کلنو هرزه ګیاوو کنترول مشکل دی ، د څو کلنو هرزه بوټو څخه د صفا ساحو انتخابول ضروري دي، که چېرته ممکنه وي نو د Tillage د عملیاتو څخه وړاندې د اوبخور په واسطه د بستر صفا کول مناسب دي .

په ژوره توګه قلبه کول د خاورې د کلکو طبقو د ماتولو او د ګیاه وژونکو په خطر کې اچول کموي د هرزه ګیاوو د کنترول له پاره د ساحې حفظ الصحه ضروري ده .

د کرلو ، اړولو  او یوې کولو له پاره صفا سامان آلات استعمالول د نویو هرزه بوټو د راټوکېدوچانس کموي، د هرزه بوټو څخه د ساحې پاک ساتل، ځکه چې دوی د کروندې د ککړولو لومړۍ ذخیرې برابروي د نورو درملنو په پرتله د ځمکې اړونه او رمبی کول د دې هرزه ګیاوو ښه مخنیوی کوي .

کرنیز تناوب

د ځمکني توتانو د کرلو څخه دوه کاله وړاندې د ساحې څخه د هرزه ګیاوو او د هغې د تخمونو د کتلې په کمولو کار کیږي، د هرزه ګیاوو په واسطه د ځمکې ککړونه د کرنیز تناوب په وسیله چې د ژوند یو مختلف دوران لري کمیږي چې هغه مختلفې کرنیزې او کیمیاوي عملیې تر سره کیږي.

کرنیز تناوب بدلونونه د هرې ساحې په فصل کې بلکې د خاورې د اماده کولو د هرې ساحې په فصل کې بلکې د خاورې د اماده کولو په لارو چارو، د خاورې په مناسب Tillage او د هرزه بوټو د کنترول په تخنیکونو کې هم بدلونونه راوړي.

کرنیز رقابت

هغه تنظیموونکې لارې چارې کوم چې صحتمند او قوي ځمکني توتان دې ته تحریکوي تر څو د هرزه بوټو په زیان کې کموالی راولي په دغه لارو چارو کې د کرلو خاص تاریخ، د بستر جوړونه، د صحیح اندازې ټاکنه، وخت ټاکنه او د سرې استعمالول ، د ضرورت په وخت کې د ابیارۍ ترسره کول، دتوافق لرونکي ورايټي ګانو استعمالول، د نباتاتو تر منځ خاصه فاصله او د ناروغیو او حشراتو کنترولول شامل دي .

د ځمکني توتانو تصدیق شوي بزغلي کیدی شي چې ډېر قیمت ولري خو د ودې له نګاه نه ښه دي، تر ټولو یې ځمکني توتان ښه نه دي درمیانه حجم لرونکي د لویو او صحتمندو ریښو سیستم لرونکي ښه دي.

په کتارونو کې کرنه او دلاس په واسطه خیشاوه کول

د کتارونو په منځ کې کرنه په اسانۍ سره وړې هرزه ګیاوې وژلی شي او د پاسنیو ریښو ښخونه اغېزمنه ده د وړو هرزه بوټو د پاسه د دې د شنه په وخت کې خاوره اچولی شي، د کرلو څخه دوه میاشتې وروسته کله چې Strawberry په وده شروع کوي د دې د کنترولولو له پاره په کتارونو کې پرته د اصلي نبات د زیانولو څخه د هرزه ګیاوو د کنترول عملیات شروع کوي.

مناسبه اماده کوونه او د ګیاه وژونکو استعمالول ټول هرزه بوټي نشي له منځه وړلای ځکه نو د لاس په واسطه خیشاوه کول د دې هرزه بوټو د لرې کولو له پاره ضروري دي کوم چې د حاصل راټولولو مخنیوی کوي د مؤثرو او اغېزمنو ګیاه وژونکو استعمالول د خیشاوې نرخ راټیټوي.

Mulching

دا په لویو کروندو کې یوه عمومي طریقه نه ګڼل کیږي دا په خاصه توګه د لمده بل د ساتلو، د ځمکني توتانو د صفا ساتلو، د هرزه بوټو د شنډولو او د ښه حاصل ټولولو له پاره استعمالیږي.

دا قیمته طریقه ده او خاوره ډېره یخه ساتي کوم چې حاصل ناوخته کوي د Mulchig له پاره ډېر مفید سامان الات شته چې په دې کې محدوده اندازه Polyethylene د پلاستیک، د ارې بور، تراشونکي او ښه ګډ شوي سره استعمالیږي.

د چمن غوڅې شوې برخې، پاڼې، بوس او نباتي پاتې شوني هم استعمالېدی شي په هغه وخت کې چې نور مواد استعمالیږي، خاوره باید د ۲ – ۳ انچو پورې د ارې د بور په واسطه وپوښل شي.

ګیاه وژونکي

ګیاه وژونکي په ځمکني توتانو کې د هرزه بوټو د هر اړخیز تنظیم له پاره مهمې اجزاوې دي، دا د ښو کرنیزو عملیاتو او د لاسي للون سره یو ځای باید استعمال شي.

په نویو او کرل شویو ځمکني توتانو کې د یوکلنو هرزه بوټو د کنترولولو له پاره ډېرې ګیاوې شتون لري په داسې حال کې چې هغه ګیاوژونکي چې څو کلن هرزه بوټي وژني شاید چې د ځمکني توتانو بوټو ته هم تاوان ورسوي، څو کلن هرزه بوټي یوازې د Tillage په واسطه کنترولېدای شي .

د کرلو څخه مخکې د خاورې تعقیم کول

Methyle bromiele ، Methyl bromid plus Chloro Picrine یا Metham کله چې د کرلو څخه مخکې په خاوره استعمال شي نو ډېرې هرزه ګیاوې، نیماتودونه ، په خاوره کې اوسېدونکې ناروغۍ او حشرات کنترولولی شي، په داسې حال کې چې Metham په پراخه توګه د ځمکني توتانو په کروندو کې استعمالیږي، ځکه چې دا ښه مؤثر دي او هرزه بوټي په مناسب ډول کنترولوي.

دا چې د هرزه بوټو د تخمونو د ټوکېدو له پاره لمده بل ته ضرورت دی نو مخکې د خاورې د ضد عفوني کولو Fumigation څخه باید چونه او سره استعمال شي .

کله چې د تودوخې درجه 50 F° وي څخه کمه وي نو خاوره باید تعقیم نه شي، د خاورې د تودوخې په ټیټه درجه کې  تعقیم کول عموماً نه قانع کېدونکی کنترول لري ، یو ایکړ کې د ۵۰ ګیلنه Metham د استعمالولو سپارښت کیږي.

د Metham د معامله کولو څخه ۷ ورځې وروسته باید دوه انچه خاوره واړول شي او لاندینۍ طبقه باید پاس راپورته شي ترڅو ځمکني توتانو ته د دې د زیان څخه مخنیوی وشي، د خاورې د تعقیمولو څخه د ۱۴ – ۲۱ ورځو په سپکو خاورو کې او د ۲۱ – ۳۰ ورځو پورې په درندو خاورو وروسته د نبات کرل.