|
نن ورځ انټرنیت د نړۍ په خوځښت کې یو ډېر مهم ځای نیولی، مګر یو غټ مشکل چې مونږ ډېر ورسره مخامخ کیږو هغه د انټر نیټ چټکتیا ده، د اڼترنیټ د چټکتیا له پاره په نړۍ کې بې شماره سافټ ویرونه شته! خو څومره رښتوني دي او سم کار کوي؟
زه تاسو ته یوه داسې لاره درښییم چې په دې سره کولی شئ له سافټ وېر او مصرف پرته انټرنیت چټک کړئ!، دا د وینډوز یوه ساده طریقه ده، مونږ ازمایلې او ډېر توپیر مو احساس کړی .
له دې لارې کولی شئ د انټرنیټ چټکتیا له ۲۰ – ۳۰ ٪ پورې لوړه کړئ .
طریقه یې په لاندې ډول ده :
په Run کې gpedit.msc ولیکئ او OK یې کړئ، تاسو به د(Local Group Policy Editor ) شکل سره مخ شئ ، په نوموړي شکل کې په ترتیب سره لومړی Administrative Templates بیا Network او ورپسې QoS Packet Scheduler وټاکئ ، او په QoS Packet Scheduler کې په Limit reservable bandwidth ډبل کلیک وکړئ .
(د لاندې تصویر په شکل چې په سرو کرښو سره په نښه شوي دي)
له پورتنیو چارو وروسته له لاندې شکل سره مخ کېږئ! :
په دې شکل کئ Enable اپشن غوره کړئ او Bandwidth limitصفر وټاکئ، بیا Apply او OK .
دیادونې وړ ده چې پورتنۍ طریقه په وینډوز سیون کې کار کوي.
څنګه کولی شو د بې کاره برېښناليکونو مخنيوی وکړو! پۀ هغو پروګرامونو کې پښتو ولیکئ چې پښتو پکې نۀ لیکل کیږي |