کتنې:


کمیس یې تور لمن یې لنډه

نن مې پرې شنډه غوا منلې را به شینه

***

کمیس یې تور لمن یې لنډه

مور یې شه کونډه په ما ډېر ظلم کوینه

***

ستا له لنډۍ ونې قربان شم

لکه سوسۍ چې په کمره ولاړه وينه

***

مور یې چینه لور یې ډنډوکی

له چینې تېر شوم په ډنډوکي پرېوتمه

***

د ډوډۍ وږي به ماړه کړم

د دیدن وږي دې ماښام ته وګورینه

***

چې پېغلتوب کله رایاد شي

که مې په غېږ کې شهزاده وي مړ دې شینه

***

په کټ کې دوه لونګۍ پرتې دي

یوه مې ورور بله خیالي اوښی لرمه

***

هلکه خدای دې ځوانیمرګ کړه

ما وېل تاویز دی تا په ځان مئینه کړمه

***

زما او ستا یاري په څه شوه

د شین غمي ګوتې زارۍ درته کوومه

***

پاس په اسمان کې ستوری زه وای

یار مې اوده وای ما یې وکړای دیدنونه

څو نورې لیکنې:

کره ټپې - لومړۍ

کره ټپې - دويم