کتنې:

کتنې:

يو ستړى مساپر نبوي مسجد ته راننوت او مستقيماً د محمد صلى الله عليه وسلم ترڅنګ کېناست. له هغه  وپوښتل شو چې له کومه ځايه راغلى او څه غواړي؟

په ځواب کې يې وويل؛ له يوه لېرې ځايه راغلى يم، يو څه پوښتــنې لرم او غواړم ځوابونه يې پخپله له نبي اکرم ص څخه واورم....  

اعرابي : نه غواړم په عمل نامه کې مې له عذاب نه څه وليکل شي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : له خپل مور او پلار سره نېکي کوه.

اعرابي : غواړم خلک مې په  امانت ساتونکي (امين)  وپېژني.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل له خدايه وېرېږه.

اعرابي : غواړم د الله ج په نزد د هغې له دوستانو اوسم .

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : سبا او بېګا د سپېڅلي قرآن تلاوت مه هېروه.

اعرابي : غواړم همېشه مې زړه روښانه او منور وي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : مرګ هېڅکله مه هېروه.

اعرابي : غواړم همېشه د الله ج د رحمت په سيوري کې اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : د الله ج له مخلوق سره نېک سلوک کوه.

اعرابي  : غواړم د دښمنانو له شر نه په امان اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل په الله ج بروسه او توکل کوه.

اعرابي : نه غواړم د چا له خوا مې سپکاوى وشي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : له نورو سره په غور سلوک کوه.

اعرابي : غواړم اوږد عمر ولرم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل له خپلوانو سره خپلوي پاله.

اعرابي : غواړم روزي مې پراخه وي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل په اوداسه اوسه.

اعرابي : غواړم د قبر له عذابه په امان اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : کالي او جامه تل پاکه ساته.

اعرابي : غواړم د دوزخ له اوره په امان کې اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : د خپلو سترګو او ژبې ساتنه کوه.

اعرابي : څه وکړم چې ګناګانې مې وبښل شي؟

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل له خدايه بښنه او مغفرت غواړه او په وړاندې يې متواضع او خاشع اوسه.

اعرابي : غواړم تل د خلکوتر منځ يوقدرمن شخص اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : هېڅکله د احتياج او اړمنۍ لاس چا ته مه اوږدوه.

اعرابي : غواړم عزتمن ژوند ولرم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : هېڅکله په چا ملنډې مه وهه او مه نورو ته په سپک نظر ګوره.

اعرابي : غواړم چې قبر مې تنګ نه اوسي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : الملک سورت ډېر ډېر تلاوت کوه.

اعرابي : غواړم شتمن اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم :  هره شپه الواقعه سورت تلاوت کوه.

اعرابي : غواړم د قيامت په ورځ د الله ج د رحمت تر سيوري لاندې اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : په شپه کې د الله ج ذکر مه هېروه.

اعرابي : غواړم په لمانځه کې کاملاً په خشوع او خضوع اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل اودس په غور او دقت کوه.

 

ګرانو لوستونکو!

له تاسې څخه په ډېرې مننې؛ رسول الله ص فرمايي: له ما نه يې خلکو ته ورسوئ اګر که يوه کلمه اوسي». مهرباني وکړئ دا لیکنه له لوستو ورسته د خپلې ايماني دندې په توګه خپلو ملګرو او خپلوانو ته و استوئ. الله ج دې پر موږ او د ټولې نړۍ په مسلمانانو ورحميږي.