ليکنه : يوې ښځې د شپږ پښو لرونکی ماشوم وزېږاوۀ | څانګه : بېلابېل مالومات | کتنې : ()
د پاکستان د سند ايالت پۀ سکهر سيمه کې پۀ يوه بېوزله کورنۍ کې د شپږو پښو لرونکی ماشوم وزېږېد.
ډاکټرانو ويلي چې د دې ماشوم درملنه يا ژوندي پاتې کېدل ډېر لګښت ته اړتيا لري او درملنه يې يوازې پۀ کراچۍ ښار کې امکان لري.
د (جيو نيوز) د خبر لۀ مخې، کۀ څۀ هم دا ماشوم روغ نړۍ ته راغلی مګر د اضافه پښو د لرې کولو لۀ پاره عملياتو ته اړتيا لري، چې يوازې پۀ کراچۍ ښار کې امکان لري.
د دې نوي زيږېدلي ماشوم پلار “عمران شیخ” وايي چې نۀ شي کولی د زوی د عملياتو لګښت پوره کړي، نوموړي لۀ شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې دۀ سره د دې عمليات د لګښت پۀ پوره کولو کې مرسته وکړي .
مېرمن (دانا) غواړي، د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه شي! دوه کلنه ماشومه ، ٤٥ کيلو وزن لري! |