ليکنه : مېرمن (دانا) غواړي، د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه شي! | ژباړه : فاطمي | کتنې : (کتنې:)

ميرمن (سیمپسون دانا) چې اوس مهال ٤٢ کلنه ده، ۲۷۳ کیلوګرامه وزن لري او د هرې ورځې پۀ تېرېدو  يې وزن نور هم زياتيږي ، اراده لري چې د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه شي .

هغه بايد د دې کار لۀ پاره خپل وزن ۴۴۷ کيلو ګرام ته ورسوي . هغه د دې کار (چاغښت) لۀ پاره دوه غټې انګېزې هم لري.

مېرمن دانا

لومړی، هغه غواړي چې خپل ځان  د ګينس پۀ کتاب کې د نړۍ د تر ټولو چاغې ښځې پۀ  نوم ثبت کړي . دويم دا چې، د دانا ٤٩ کلن خاوند هم د دې چاغښت خوښوي، فليپ غواړي چې د مېرمنې خيټه يې تر زنګنو پورې ورسيږي.

دې ښځې دوه کاله وړاندې خپله لور (ژاکلین) وزېږوله، د ډاکټرانو ډلې پۀ ډېرې سختۍ سره ماشومه د دې لۀ غټې ګېډې نه راوويسته.

مېرمن دانا

د سوشي پۀ نوم خواړۀ د دې د خوښې خواړۀ دي، همدارنګه پۀ کېک او شريني عاشقه ده. د لباس اندازه يې لۀ عادي خلکو سره ډېر توپير لري . او  ګرځېدل هم د دې لۀ پاره ډېر ستونزمن دي،  تر سلو مترو پورې هم نشي تلای، ځکه چې لۀ ساه تنګۍ سره مخ کيږي.

څو نورې ليکنې:

دوه کلنه ماشومه ، ٤٥ کيلو وزن لري!

هغه سړی چې پۀ نيم بدن ژوند کوي

د خټو لرغونې ودانۍ!

د نړۍ ځيرک سړی !

دوه کاله پۀ تشناب کې ژوند!

د نړۍ تر ټولو لوړ ځوړوبی!

روغتيا / بغداد ارماني