کتنې:

 کتنې:

پۀ دېوال غنې راته مۀ ږده

د شرمښانو لارې چا نيولې دينه

***

دا زړۀ مې داسې درنه تور شو

لکه د ژمي لوګي تور کړي دېوالونه

***

زما خو تۀ يادېږې ياره!

دنيا دې دروزه شي چې اور پرې بلوومه

***

مجلس خو پس د نيمو شپو وي

چاته چې مور نارې وهي هغه دې ځينه

***

د تورو غرو توره ښاماره!

چې دې خوړلم خبر کړی به دې ومه

***

ودې ليدم چې ټس مې درکۀ!

تۀ مې مين کړې زۀ کرارې کېناستمه

***

پۀ خولۀ به جنګ درسره وکم

د بڼو لاندې به زارۍ درته کوومه

***

خدای به پۀ خپله مازيګر کړي

د چينارو سرو ته مۀ خېژه مينه

***

زمونږ د کور دېوال ته کېنه

ديدن به وشي ګاونډيانو کره ځمه

***

ما ته پنځۀ ګوتې د سرو که

پۀ دغه لاس به اشارې درته کوومه

***

ما ته اتۀ ګوتې د سرو که

پۀ دواړه لاسه به دې کور راټولوومه

***

ورور مې ملګرو کې مالوم دی

د تور څادر ځونډي يې ما جوړ کړي دينه

***

څلور مې ورونه زېړ ګلونه

کنډو يې مه کړې د يوې باغچې ګلونه

***

څلور مې ورونه زېړ ګلونه

د زېړو ګلو پۀ سر زۀ ولاړه يمه

***

زما د خواښې ډېر زامن دي

دا لېونی پۀ کې زما ورسېدنه

***

سر مې سرتور شو مخ مې تور شو

را باندې راغلۀ شهزادګان جوړه لېورونه

***

سترګې خو هر چا تورولې

پۀ دې ميرات کلي کې زۀ وشرمېدمه

***

پلو پۀ ځان پسې راکاږي

پروردګاره! مېلمنه به د چا وينه

***

شهۍ د برې بانډې راغله

پۀ تور کميس يې شومړو لارې کړې دينه

***

چارګل دې ما اخيستی نۀ دی

پۀ چوتره ګۍ دې مونځ کاوۀ پاتې به وينه

څو نورې ليکنې:

کره ټپې - لومړۍ

افغان کرکټ لوبډلې پرله پسې څلورمه برياتر لاسه کړه

 انګلستان د دريم ځل لۀ پاره پاکستان پۀ ګونډو کړ!

انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه!

افغان کرکټ لوبډلې سيالي وبايلله، خو ټول زړونه يې وګټل!