د افغانستان او نيپال د کرکټ لوبډلو تر منځ شل آوريزه سيالي نن د ٢٠١٢ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په ١٦ مه د متحده عربي اماراتو پۀ شارجه سټيډيم کې تر سره شوه.
افغانستان پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه چې د شپږ لوبغاړو پۀ سوځېدو سره پۀ شلو آورونو کې مخالفې لوبډلې ته د١٥٨ منډو هدف وټاکۀ.
لۀ دې وروسته نيپال توپ وهنه پيل کړه او په شلو آورونو کې يې د شپږ لوبغاړو پۀ سوځېدو ١٢٣ منډې جوړې کړي او و نۀ توانېدۀ چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي، چې لوبه د٣٤ منډو پۀ توپير د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پۀ ګټه پای ته ورسېده.
پۀ ننۍ لوبه کې کريم صادق او محمد شهزاد محمدي ډېره ښه او پۀ زړۀ پورې توپ وهنه وکړه او دواړو لوبغاړو نيمه سليزي ووهلې. کريم خان صادق د نيمه سليزې بر سېره پۀ توپ اچونه کې وکولی شول چې د نيپال يو لوبغاړی هم وسوځوي چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د يادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې لۀ نيدرلينډ، پي اين جي او ډنمارک څخه هم پرله پسې سيالۍ وګټلې.
انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه! |