ليکواله : کامله هاشمي
د ښوونځي پۀ دوره کې، هغه مهال چې د پېښور فضا د باروتو لوګيو نۀ وه بدرنګه کړې، د پښتو ښوونکې مې راته څو، څو ځله د (معلول) او (ملول) لغاتونه پۀ تخته ليکلي، مانا کړي او د دې دواړو تر منځ يې راته توپير بيان کړې ؤ .
مګر ما ته د دې لغاتونو تر منځ توپير کول کۀ ډېر ګران نۀ ؤ ، نو اسان هم نۀ ؤ، خو! کله چې افغانستان ته راغلم او ځورېدلي هيوادوال مې وليدل ، نو خپله پوه شوم چې (معلول) چاته ويل کيږي، او (ملول) څوک دي .

23.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
کېدای شي دا ډول کږه ، وږه لار د نړۍ پۀ هيڅ ځای کې نۀ وي . دغه لاره چې د چين لۀ جنوب څخه پورته خواته تللې، د چين هيواد، د هونان ولايت يوه لۀ زړۀ راښکونکو منظرو څخه ده.
د دې وېروونکې لارې ټيټه برخه ٢٠٠ متره د سمندر لۀ سطحې څخه ښکته ده، پۀ داسې حال کې چې د لوړوالي اندازه يې ١٣٠٠ متره د سمندر لۀ سطحې څخه پورته ده ، نۀ يوازې داچې د...
31.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
د آنجل ځوړوبی (ابشار) د نړۍ تر ټولو لوړ ځوړوبی دی، چې لوړوالی يې ٩٧٩ مترو ته رسيږي . دغه ځوړوبی د ونزويلا هيواد، د بوليوار ايالت ، د کانايما ملي پارک پۀ لرې پرتو ځنګلونو کې موقعيت لري .
څۀ رنګه چې دغه ځوړوبی پۀ ګڼوځنګلونو کې واقع دی ، د وينزويلا هيواد يې تر ١٩٣٠ لسيزې پورې د هوا لۀ لارې پلټنه نۀ وه کړې نو لۀ همدې امله ناپېژندل شوی پاتې ؤ....