زما وجود شوې ، زما ساه نۀ شوې
زما اشنا! زما اشنا نۀ شوې
سم د ماښامه دې وعده کړې وه
خو تر سهاره راپيدا نۀ شوې
ما تۀ خپل ځان ، او ځان مې تۀ ګڼلې
تۀ د خپل ځان وې ، تۀ د چا نۀ شوې
ښه ده چې دومره خو دې وپېژندم
مخې له راغلې وارخطا نۀ شوې
زۀ وسوسو پۀ مخه واخستمه
تا شونډې پرانيستې ، ګويا نۀ شوې
زۀ دې الفت ته ملامته کړمه
د يار بلا! زما بلا نۀ شوې
سترګې يې بيا هم پښتنې وې ګنې
بې وفا شوې خو بې حيا نۀ شوې
مينې! منمه چې د هر ازمېښت نه
زۀ روستو نۀ شوم تۀ پۀ شا نۀ شوې
زړۀ! لۀ بلا خيرو مې ومينځلې
خو د وهمونو نه صفا نۀ شوې
تا د صابر لېونتوب څۀ ولېدو
تۀ د صابر د زړۀ سودا نۀ شوې
|