د ازموينې پۀ ورځو کې بايد څۀ وخورو؟
ژباړه : عاقله هاشمي
زياتره وخت مونږ ازموينې ته پۀ نږدې ورځو کې او يا د ازموينې پۀ ورځ د تمرکز لۀ نشتوالي او پرېشانۍ سره مخ کېږو او پۀ دې نۀ پوهيږو چې د مناسبو خوړو پۀ خوړلو سره دا ټولې پرېشانۍ تر يوې اندازې لرې کېږي .
فکري کړنې :
لکه څۀ رنګه مو چې وويل ، زياتره خلک فکر کوي چې فکري کړنې کومې انرژۍ ته اړتيا نۀ لري او پۀ دې دليل د چاغېدلو لۀ وېرې کم خواړۀ خوري او حتی ځينې وخت د وزن د کم ساتلو لۀ پاره لۀ درس ويلوڅخه وړاندې کم خواړۀ خوري او يا هيڅ خواړۀ نۀ خوري او ناسم فکر کوي چې دا کار به کومه ستونزه نۀ رامنځ ته کوي .
مګر دا مهمه ده چې فکري کړنې هم ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري ، او د ډېر فکري تمرکز لۀ پاره بايد ډېره انرژي موجوده وي ، لۀ همدې کبله هغه کسان چې د عادي خلکو پۀ پرتله ډېرې فکري کړنې ترسره کوي بايد لۀ هغو خوراکي توکو څخه چې ډېره کالوري ولري ګټه پورته کړي ، نو لۀ همدې کبله د وزن د کمولو لۀ پاره خواړۀ نۀ خوړل سمه کړنه نۀ ده .
د اړتيا وړ خوراکي توکي :
هغه خوراکي توکي چې د ازموينوپۀ ورځو کې د اړتيا وړ دي .
لومړني يې د (ويټامين بي) لۀ ډلې څخه دي ، دا ويټامينونه پۀ غلو، ينه ، غوښو او لبنياتو کې ډېر موندل کيږي.
پۀ دې توکو کې لۀ مړوونکو توکو سربېره د (ساپونين) پۀ نوم يو بل ترکيب هم شته چې د پرېشانۍ ضد او ارام بښونکی دی . پۀ دې هم بايد پوه شو چې د وينې کمښت هم د ذهن د خرابېدو او تمرکز نۀ لرلو لامل کېدای شي .
د وسپنې او (ويټامين بي ١٢) کموالی د يادولو قدرت لۀ منځه وړي او د ځينې مطـلبونو هېرېدل منځ ته راوړي ، لۀ همدې کبله پۀ دې دوره کې د سرې غوښې ، ماهي او ساردين پۀ ترتيب سره کارول د ذهني کړنو د تقويې لۀ پاره ډېر ګټور ثابت شوي .
د يادو شويو توکو نه پرته د (استيل کولين) پۀ نوم يو بل ترکيب پۀ بدن کې د اعصابو او مغزو د سولولونو عمل کوونکی پېژندل شوی لۀ دې امله د هغو خوراکي توکو کارونه چې ( ليستين او کولين) لري د دې ترکيب د تامين لۀ پاره ګټور دي .
د دې توکو سرچينې عبارت دي لۀ : هګۍ ، ينه ، موم پلي او د سويا لوبيا . چې لۀ هګيو او ينې څخه بايد د خوراک پۀ اصلي وختونو کې او د موم پليو او د سويا لوبيا څخه د همدې وختونو ترمېنځه ګټه واخيستل شي .
لۀ سبزيجاتو څخه هم نعنا او ريحان د خفګان ضد او د عصبي سيستم د سولولونو د تقويې او کاهو د (کلسيم ، پوتاشيم او لاکتوکاريم) ترکيب پۀ لرلو سره د پرېشانۍ پۀ لرې کولو کې مهمه ونډه لري ، لۀ همدې امله لۀ ويدۀ کېدلو څخه مخکې د کاهو د اوبو او مڼې د اوبو مخلوط (پۀ مساوي اندازو) پۀ څښلو سره کولی شئ چې ارام لرونکی خوب وکړئ .
آيا داسې شی شته چې په اوسنۍ ټکنالوجۍ کې کم وي ؟ اياغواړئ چې خپل له مينځه تللي فايلونه مو بېرته تر لاسه کړئ؟ پۀ هغو پروګرامونو کې پښتو ولیکئ چې پښتو پکې نۀ لیکل کیږي |