دپکتيا  ولايت په مرکز ګردېز کې د (ځوانان په عمل کې) ټولنې له خواد  (کرکټ د سولې لۀ پاره) په نوم د جوړ شوي  ټورنمټ د کواټر فاينل لومړۍ سيالي د پکتيا پوهنتون او شاهين لوبډلو تر منځ د ٢٠١١ ميلادي کال د جون د مياشتې په ٢٢ نېټه د چهارشنبې په ورځ  تر سره شوې.

لومړی پچه پوهنتون لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه، د لوبې په لومړيو کې د پوهنتون لوبډلې لۀ خوا اسماعيل او رحمت ښه ونه ځلېدل خو وروسته د پوهنتون لوبډلې لۀ خوا عنايت الله او خيال محمد ښه توپ وهنه وکړه چې خيال محمد ٤٨ او عنايت الله ٢٩ منډې جوړې کړې .

پوهنتون لوبډلې په ١٤ اورونو کې ١٠٥ منډې جوړې کړې .

ورپسې شاهين لوبډلې  توپ وهنه پيل کړه  خو په دې ونه توانېدل چې ټاکلی هدف ته ځان ورسوي او په ٨٤ منډو يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل چې په دې سره دغه  کواټر فاينل لوبه د پوهنتون لوبډلې په ګټه تمامه شوه او پوهنتون لوبډلې سيمي فاينل يا نيمه پايلوبې ته لاره پېداکړه.

د پوهنتون لوبډلې له خوا خيال محمد په دې لوبه کې ښه وځلېد  نوموړي ٤٨ منډې جوړې کړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د شاهين لوبډلې لۀ خوا عنايت په زړۀ پورې لوبه وکړه نوموړي ٣٩ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پايه ونه سوځيد.