د کوري (يو ډول بوټي) پاڼې ضد عفوني دي او د سوي ضد دي د پوستکي پۀ کلکوالي کې مرسته کوي د کورکمنو لۀ پوډر سره يې د پوستکي د تغذيې لۀ پاره وکاروئ.
د صحتمندو ګلابي غومبورو د لرلو لۀ پاره د مڼو د شيرې سرکه وکاروئ . دا مرکب د وينې لۀ دوران سره مرسته کوي او عفوني ضد دنده تر سره کوي .
د غوړو او چاودو پوندو لۀ پاره د (ملخوزه) د دانو پوډر لۀ اوبو سره ګډ کړئ . دا خميره د موضعي کارونې لۀ پاره پۀ زيانمن شوې برخې ولګوئ .
کۀ مو پوستکی خارښت او يا سوی کوي نو د يخ يا کنګل کندې پۀ يوه ټوټه کې تاؤ او ميده کړئ او بيا يې پۀ پوستکي وسولوئ څو ارام شئ .
د زوړوالي لۀ علايمو لکه ژوررو کرښو، ګونځو او رنګ اړولو سره خدای پاماني وکړئ . کافي (قهوه) د موښودونکي يا ماسک پۀ توګه وکاروئ .
د دې لۀ پاره چې خپلو پستو وېښتانو ته اضافي ټوپ وهنه ور وبښئ او د دې لۀ پاره چې مخکې لۀ وخته خړتيا کنټرول کړئ، وروسته لۀ شامپو کارولو څخه خپل وېښتان د چای پۀ اوبو کنګال کړئ .
د پړسېدلو سترګو او د سترګو لاندې سرو شوو ساحو د تسکينولو لۀ پاره د کمومايل چای سړې شوې کڅوړې پۀ سترګو ولګوئ .
بوره لۀ ګبين سره د مښلو لۀ پاره د خپل پوستکي د قلويت او تېزابيت د کچې د توازن او د رنګ شوو ساحو لکه ګونډو (ټيټکو)او څنګلو د پاکولو لۀ پاره وکاروئ .
د وېښتانو د تارونو د بيا تقويه کولو لۀ پاره د شامپو لۀ لرې کولو وروسته خپل وېښتان او د سر پوستکی پۀ بير کنګال کړئ . بير يو ښۀ ټونر دی او وېښتان لۀ جړېدلو ژغوري .
د پستو او لوېدلو وېښتانو لۀ پاره حل شوې هګۍ لۀ ليمو او مستو سره ګډ کړئ څو وېښتان مو ببر شي او ټوپ ووهي .
هګۍ، ليمو او مستې ستاسو وېښتانو ته ښه حالت ورکوي . کله يې چې لګوئ کوښښ وکړئ تر هغه وخته پرې اوبۀ تېرې کړئ چې وېښتان مو شغهاری وکړي .
مستې ښې مرطوبوونکې دي . کۀ ستاسو د سر پوستکی وچ وي او يا هم ډېر وچ چنګ چنګي وېښتان لرئ کولای شئ خپل سر پۀ مستقيمه توګه پۀ مستو وپوښئ .