چې محبت چېرته ښکاره نۀ کيږي
هلته زمونږه ګذاره نۀ کيږي
پۀ مازيګر مې کډې وتړلې
نور مې پۀ دې کلي کې شپه نۀ کيږي
د رقيب سر به کړم لۀ تنه جدا
زما نه نوره څۀ چاره نۀ کيږي
د يار وعدې شوې بې حسابه ډېرې
نوره يې ما ته اندازه نۀ کيږي
دولت زی وايي هرڅۀ ما کړي دي
نصيبه تا نه مې ګيله نۀ کيږي
12.03.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
&...
16.03.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
دا هم منو چې مونږ رڼا نۀ کوو ستوري نۀ يو
خو ستا د مخ د رڼا تاب لرو کمزوري نۀ يو
مونږ هم تر تا در رسېدل غواړو در منډې وهو
مونږ هم پۀ ژوند کې يو هدف لرو بې لوري نۀ يو
اوس چې څوک ښه خبره کړي نو ورته غوږ نيسو مونږ...