خوره وره پۀ لاره تله لېونۍ
لکه د بنګو ځکېده لېونۍ
چې اننګي دې پرې لمبه لمبه شي
را دې که را يوه بوسه لېونۍ
چې د عمرو ارمان دې وباسمه
خدای دې که مونږه کره شپه لېونۍ
د وصال شپه پۀ (کړاؤ) ورانه نۀ کړې
پام کوه مړه نۀ کړې ډيوه لېونۍ
خوره وره پۀ لاره تله لېونۍ
لکه د بنګو ځکېده لېونۍ
چې اننګي دې پرې لمبه لمبه شي
را دې که را يوه بوسه لېونۍ
چې د عمرو ارمان دې وباسمه
خدای دې که مونږه کره شپه لېونۍ
د وصال شپه پۀ (کړاؤ) ورانه نۀ کړې
پام کوه مړه نۀ کړې ډيوه لېونۍ