دا چې لۀ لرې پۀ خندا ده

رڼا، رڼا ښکلا، ښکلا ده

لۀ ډېره کبره پۀ هوا ده

دا نازولې لور د چا ده؟

پۀ لاره ځي د خلکو زړونه تښتوينه.

***

پۀ زړۀ زخمي وي ناقرار وي

تل يې غمونو سره کار وي

لۀ خپله ژونده هم بېزار وي

مين يې مۀ کړې مين خوار وي

کۀ دی سردار وي د ريبار غلام به وينه.

***

د جانان مينه سره لمبه ده

زړګی مې سوی دی ايره ده

جينۍ د سرو ګلو غونچه ده

خوله يې د ګوړې نه خوږه ده

په غونډه زنه يې ګني کرلي دينه.