د ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشي
له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي
چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا
هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي
ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
(الفت)
***
واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ
ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک
بدرګه که محبت راسره نه وای
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه
د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک
خوشحال خان خټک
***
اننګي يې دومره سره په څه سبب دي؟
عجيبه ده جنتونه په غضب دي
ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي
بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي
د ريا زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي
کاروان
***
دا خو تش نظر دی کتل هم نه دي
لا خو مې کتلي درته سم نه دي
ټول عالم يې ګرځوي په سترګو کې
چا ويل چې ښکلي محترم نه دي
ما وې ستا د سترګو يو تعريف ليکم
داسې يو رقم دي چې رقم نه دي
آه به مې لمبه کړي د رقيب اسره
څه شو که سوکونه مې محکم نه دي
بېکسيار
***
منصوربه خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم
ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم
ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې
اوس واردى د ملا چې ميکدې ته يې روان کړم
يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې دننه
رباب که غېږ کې کېږدمه راښکته به باران کړم
نجيب عامر
***
خـــدايه زمـــا په ژونــدانۀ يــې رانـــه هـــېر نه کـړې
د مــــخه ښــــې د وخـــت کــاتۀيې رانه هېر نه کړې
پروردګـــاره ! شرمېــــدۀ يــــې رانـــه هېــر نه کړې
د پلــــو لاندې ژړېــــدۀ يــــې رانــــه هېــر نه کــړې
جلال امرخېل
***
يوڅوک دي ټوله شپه خداى تر سهاره يادوي
يو څوک يې دمنصور غوندې تر داره يادوي
يو څوک دې په سپين غر زړګي بمونه وروي
يو څوک دې په خوبو کې ننګرهاره يادوي
عبدالله څار
***
د هجران په شپه ډيوه په لاس کې راغله
خدای خبر چې چرته تله په لاس کې راغله
ناڅاپي خندا يې زړه زما لمبه کړو
زړه بيا چرته وو ايره په لاس کې راغله
رقيبان خو دې اوس ټول راته راتېر شي
چې يار راغی نو وسله په لاس کې راغله
ارواښاد خاطر اپريدي