نن خو به زړۀ کې زما کور واړوې
ما به سبا پۀ لوی پېغور واړوې
مخ پۀ زوال مازيګري وويل :
په ما به هم د ماښام تور واړوې
ګوره د دې بوسو پۀ ما باندې بيا
نۀ احسان واړوې نۀ پور واړوې
د زړۀ خبره دې ان خولې ته راشي
خو سمدستي يې پۀ بل لور واړوې
د ستانيکزي دا عادت نۀ خوښيږي
پټه خبره چې پۀ شور واړوې
12.07.2010
- سيدجمال الدين فاطمي
ټولو ونو کې نښــــــــتر مې ډېر خوښيږي
پۀ ښايسـت کې خپل دلبر مې ډېر خوښيږي
د ســــــــــــــــــهار زرينو وړانګو ته سلام دی
پۀ زړۀ وايم مازديګر مې ډېر خـــــــــوښيږي...
13.07.2010
- سيدجمال الدين فاطمي
تاو شمه راتاو شمه شعر وليکمبس چې لږ وزګار شمه شعر وليکمستا دښايسته حسن ننداره وکړمزلفو کې ايسار شمه شعر وليکمستا لۀ خوا چې راشي جنتي هواټول بهار بهار شمه شعر وليکمګرځمه يارانوسره لاس پۀ لاسيو دم لاس پۀ کار شمه شعر وليکمزۀ فاطمي يار سره پۀ خوب کې يمخوب نه چې بيدار شمه شعر وليکم...