کتابونه رانه يوسي او رباب يــــــــوسي *** تيارې ډېرې شي له سترګو مې مهتاب يوسي
ټول غمونه پۀ يوځای چې د جانان راشي
بدرګه ورسره چيغې کړم خــفګان راشي
اندېښنې راشي له زړه نه مې ټول تاب يوسـي *** تيارې ډېرې شي له سترګو مې مهتاب يوسي
څه عادت لري نازونو کې غوسې کوي
زۀ ګــــــــيله کوم ، دا پۀ قهر پټکې کوي
د ماليار په ګلشن ګډ شي بيا ګلاب يوسي *** تيارې ډېرې شي له ترګو مې مهتاب يوسي
ښۀ چالاکه يم او هر چا ته ځواب ورکـــــــوم
خو چې دا راشي پۀ خپله ورته باب ورکوم
د شاهين لۀ پنجو ښکار لکه غراب يوسي *** تيارې ډېرې شي له سترګو مې مهتاب يوسي
مازيګر شي ، کـــړسها شي ، خندا ګانې شي
لوېدۀ لمر شي ، پۀ ګودر کې کنځاګانې شي
يو څوک راشي او لۀ پېغلو مو حجاب يوسي *** تيارې ډېرې شي له سترګو مې مهتاب يوسي
خير (کړاؤ) که دې ديدن ګورې پۀ کال کووم
تۀ چې مخ ګــــرځوې پټ زۀ به هم سوال کووم
چې باد راشي او لۀ مخه دې نقاب يوسـي *** تيارې ډېرې شي له سترګو مې مهتاب يوسي