هر قوم او ملت په نړۍ كې يو ځانګړى فرهنګ او دټولنيز ژوند يوه ځانګړې بڼه لري چې هغه يې داجتماعي پيژندګلوۍ مظهر وي , اوبيا په خاص ډول هغه ملتونه چې په كوم دين عقيده ولري , هغوى تل هڅه كوي چې ملي تشخص يې مستقل وي , او په بل قوم او ملت كې مدغم نشى.
كه ديوه ملت وګړي خپل ملي لباس ,خپل فرهنګ,اوخپل دپيژندګلوى نور مشخصات له لاسه وركړي , هغوى كه هر څومره هوښيار, باسواد, اوپه مادي لحاظ پر مختګ وكړي , بيا هم يو مستقل ملت نه بلل كيږي .
مسلمانان هم دنړى دنورو قومونو په منځ كى په خپل ځانګړى فرهنګ او داجتماعى ژوند په ځانګړى بڼه پيژندل كيږي , او دهغې په وسيله له كافرو قومونو سره خپل توپير ثابتوي. او كه د غه توپير له منځه لاړ شي , بيانو ددوى او دكفارو تر منځ په ظاهري لحاظ كوم فرق نه پاتې كيږي.
دهر قوم فرهنګ , ژوند بڼه , لباس , عادتونه ,رواجونه, جشنونه, او دلمانځلو خاصې ورځې دهغه قوم په دين , اعتقاداتو, اخلاقو , تاريخي اصالت, طبيعي او جغرافيوي موقيعت پورې اړه لرى,چى دهغو پريښودل په حقيقت كى له خپل ځان او خپل قوم څخه دپردى كيدلو په معنى دى .
له كومى ورځى چى داسلامى نړى هيوادونه دغرب تر استعمار لاندى راغلي دي , له هماغې ورځې غربيانو كوښښونه پيل كړى چې مسلمانان په اجتماعي او فرهنګي لحاظ هم پخپل ځان پسې روان كړي . له دې كار څخه دغربي استعماري هيوادونو درې مهم هدفونه دي چې په لاندى ډول يې يادوو:
الف:- دمسلمانانو فر هنګ چې يو اسلامى فرهنګ دى , او په هرڅه كى يې دسموالى اوناسموالى معيار اسلامى شريعت دى , غربيان غواړى مسلمانان له خپل فرهنګ او ټو لنيز ژوند له بڼې څخه پردي كړي , او دمسلمانانو دفر هنګ او ټولنې هر څه بيرته پاتى , ارتجاعي , او دزمانې له موډ لويدلي معرفي كړي,اوپر ځاى يې هغوى غربي فرهنګ,عادتونه , رواجونه, لباس, او ژوند دود ته تسليم كړي, چې په دې كار سره به يې دمسلمانانو او اسلام ترمنځ بيلتون ايجاد كړى وى چى همدا دغرب اساسي هدف دى.
ب:- كله چې دمسلمانانو او غربيانو اجتماعي او كلتوري ژوند يو ډول شي , او غربيان دټولنى او كلتور په ډكر كې دمسلمانانو لپاره دماډل او نمونې په حيث معرفي شي , نو طبعي ده چې په هغه وخت كې به دمسلمانانو له زړونو دغرب دمسيحي او او يهودي ټولنې په اړه كركه او نفرت پخپله ووځي . او هغوى به ورته دښمنان نه , بلكه دوستان , او دتمدن استاذان ښكاري چى بايد پيروي يې وشي, نه دا چى دښمني ورسره وشي .
پداسى حال كى چى الله تعالى هغوى مسلمانانو ته ددښمنانو په حيث معرفي كړي دي , او دايې ورته ويلي چې يهود او نصارى مه نيسئ په دوستۍ سره.
الله تعالى فرمايي:-((يَاأَيُّهَا الَّذيِنَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُ و ا اليَهُودَ وَ النَّصَارَى أَولِياء بَعضُهُم أَولِيَاء بَعضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُم فَاءِنَّه مِنهُم اِنَّ اللّهَ لاَ يَهدِى القَومَ الضَّالِمِينَ)) ( المائده \51)
َترجمه:- (اى مؤمنانو! يهود او نصارى په دوستۍ مه نيسئ . ددوى ځينې يې دځينو نورو دوستان دي , او كه له تاسو څخه څوك دوى په دوستۍ ونيسئ نو دى هم له هغوى څخه دى . الله ظالم قوم ته هدايت نه كوى .)
غربيان غواړى دفرهنګ او ټو لنيزو عادتونو او رواجونو له لارى مسلمانان پخپله لار روان كړي , له همدى امله غربي ميډيامسلمان امت دغربي فرهنګ او ټولنې دورځى لمانځلو ته هڅوي, بلكې غربيانو خپلې ورځې, عادتونه , او مناسبات دملل متحد , يونيسكو, اونورو غربي نړيوالو ادارو له لارې نړيوالې ورځې ګرځولي دي چې بايد دنړۍ ټول ملتونه ورته احترام وكړي او ويې لمانځي . له همدى امله غرب او په سر كى يي امريكا خپل فرهنګ ته دنړيوال فرهنګ , او خپل نظام ته د نړۍ وال نظام نوم وركوي .
له بده مرغه چى مسلمانان د فرهنګ او ټولنيز دود او دستور په ډګر كې هم په پرديو معيارونو روان دي چى دا د اسلامي امت د ذلت يو بل عامل دى .
ج:- غربي هيوادونه غواړي چې په اسلامي نړۍ كې دغربي كلتور , موډ , فيشن , اوعادتونو په خپرولو په مسلمانانو كې هم دغربيانو دژوند ضرورتونه ايجاد كړى . او ددغو (وارداتى) ضرورتونو دپوره كولو لپاره دغرب صناعت او فابريكو ته انكشاف وركړى , او پدى ترتيب اسلامى هيوادونه دځان لپاره په يو نوى لوى مصرفى او استهلاكى ماركيټ تبديل كړى .
په پاى كى دى نتيجى ته رسيږو چى تر څو مسلمانان دژوند په ټولو اړخونو كى بيرته خپلو معيارونوته را ګرځيدلى نه وى , او دغرب له ړانده تقليد څخه يي ځان ژغورلى نه وى , تر هغه پورى به مسلمانان دښى ورځى مخ ونه وينى . ځكه چى الله تعالى دهيڅ قوم په حالت كى مثبت بدلون تر هغه وخته نه راولي چې تر څو هغه قوم پخپلو كړو وړو , عقايدو , نظرياتو , فرهنګ , عاداتو , او رواجونوكى مثبت بد لون نه وى راوستلى.
ساسو ددعاء په هيله (حسن)