پۀ نړۍ کې پۀ هرو اتو ثانيو کې يو کس پۀ تمباکو پورې اړونده ناروغيو لۀ کبله مړ کيږي ځکه خو د غو څېړنو نړۍ وارخطا کړې او پۀ مجلو او ورځپاڼو کې د دغه زيانمن بوټي څخه د ډډې کولو لۀ پاره مقالې چاپ او خپريږي . د يوې بلې پلټنې لۀ مخې څرګنده شوې ده چې (٤٤٠٠٠٠) تنه امريکايان هر کال د هغو ناروغيو لۀ کبله مري د کومو اړيکې چې لۀ تمباکو سره وي . پۀ ١٩٤٥ کال کې د نړۍ روغتيايي ټولنې يوه پلټنه تر سره کړه پۀ دغه پلټنه کې څرګنده شوه چې د تمباکو د کارونې لۀ کبله پۀ همدغه کال کې ١.٤٤ ميليونه نارينه او ٤٧٥٠٠٠ ښځينه عادتيان د پرمختګ پۀ حال هيوادونو کې مړۀ شوي ؤ ، دغې پلټنې دا هم جوته کړه چې د ١٩٥٠ او ٢٠٠٠ کلونو تر منځ شپېتۀ ميليونه وګړي د پرمختګ پۀ حال هيوادونو کې د تمباکو د کارونې لۀ کبله مړۀ شوي دي اتۀ لکه وګړي پۀ تمباکو پورې د اړونده ناروغيو لۀ کبله مري پۀ مړو کې لۀ نيمايي زيات هغه کسان ؤ چې عمر يې د ٣٥ او ٦٥ کالو پورې و.
د امريکا پۀ متحده ايالاتو کې د ټولو مړينو لامل پۀ شپږو کې د يوۀ کس د تمباکو څښل دي ، دغه مړينه تر هغې مړينې زياته ده کومه چې پۀ نوموړي هيواد کې د شرابو ، ټوپک ، غيرقانوني درملو اوايډز څخه منځ ته راځي .
سګريټ يو داسې زهر جن مواد لري چې د چنګاښ لامل ګرځي ! سګريټ او د تمباکو کارونه ډېر ستر ، ستر زيانونه لري چې څو بېلګې يې پۀ لاندې ډول يادوو:
* د سګريټو او د تمباکو کارونه د ز،ه حملې منځ ته راولي ! سګريټ او د تمباکو څکوونکي پنځۀ ځله زيات د عادي خلو پۀ نسبت د زړۀ پۀ حملې اخته کوي !
* د امريکا پۀ متحده ايالاتو کې هر کال ٦٥٠٠٠ وګړي د زړۀ لۀ حملې څخه مري چې پۀ دوی کې ٣٠٪ يې د سګريټو عادتيان وي ، پۀ سګريټو څکولو سره د انسان پۀ وينه کې يو ډول مواد کميږي چې د هغوی پۀ کمېدو سره د ز،ه د حملې لۀ پاره لاره هواريږي .
* د سګريټو کارونه پۀ سږو ډېره بده اغېزه کوي ، د سګريټو لوګی نيغ پۀ نېغه سږو ته ننوزي ، د سږو انساج تخريبوي او سږي پۀ بېلا بېلو ناروغيو اخته کوي چې پۀ پايله کې ناروغ ته ساه لنډي او ډول ، ډول ناروغي پيدا کيږي ، هغه بدلونونه چې د سګريټو پۀ وسيله پۀ سږو کې منځ ته راځي بيرته نۀ جبران کيږي . د سګريټو څکونه پۀ سږو باندې يوه بله خطرناکه ناروغي هم منځ ته راوړي چې چنګاښ يا سرطان نوميږي ! د سږو د سرطان ٩٠٪ لامل سګريټ پېژندل شوی ، څوک چې سګريټ څکوي لس چنده زيات د سږو د چنګاښ لۀ پاره چانس لري ، پۀ همدې ډول څوک چې سګريټ څکوي پۀ دوی کې د شونډو ، خولې ، حنجرې ، معدې ، بډوډو ، مثانې چنګاښ هم د سګريټ د نۀ څکوونکي پۀ نسبت زيات پيدا کيږي .
* سګريټ څکونه پۀ عصبي سيستم هم ناوړه اغېزه کوي ، هغه څوک چې سګريټ څکوي دوه دوه نيم ځله زيات د سګريټ د نۀ څکوونکي پۀ نسبت پۀ دماغ کې د رګونو د وچېدا او شکېدا پۀ ناروغيو اخته کيږي [C V A] !
د دې ناروغۍ پايله ډېره خرابه وي او زياتره ناروغان پۀ عصري وسايلو هم نه روغيږي بلکې لۀ منځه ځي ،
* څوک چې سګريټ څکوي دغه خلک د نارينه جنسي الې د نه پورته کېدو په ستونزه اخته کيدای شي همدارنګه سګريټ څکونه د منيو د غلظت زياتوالی او پۀ هغوی کې د سپرم د حرکت کموالی منځ ته راوړي د کومو پايله چې پۀ شنډتوب تماميږي . د برطانيې پۀ يوه تازه ژورنال کې ښکل شوي دي چې د سګريټ څکونه لۀ وخت نه مخکې د سترګې ګل پيدا کوي ، همدارنګه کيدای شي د سترګې د ړوندوالي او د وينې د چنګاښ لامل شي .
* کومې اميدوارې ښځې چې سګريټ څکوي کيدای شي چې دوی خپل ماشوم زيان کړي او يا خو يې ماشوم مړ پيدا شي .
* د سګريټو څکونه پۀ هډوکو هم اغېزه کوي ، هډوکي نري کوي ، هډوکي جال ، جال کوي پۀ نتيجه کې هډوکي پۀ اسانۍ سره ماتيږي او بيا رغونه يې ستونزمنه وي . هغه کسان چې سګريټ څکوي امکان لري چې د مړوند بند ، د ورانۀ بند او د ملا کړۍ يې ماتې شي .
نورې څېړنې وايي چې څوک سګريټ څکوي د دوی پۀ مخ کې لۀ وخت نه وړاندې ګونځې پيدا کيږي .
ګرانو لوستونکو!
دا ؤ هغه زيانونه چې د سګريټو او تمباکو لۀ کارونې څخه منځ ته راځي او داسې پۀ زرګونو نورې ستونزې چې دلته يې ليکل موضوع ستروي د سګريټو پۀ وسيله پيدا کيږي ، حال دا چې مونږ ته اسلام څوارلس سوه کاله وړاندې مونږ ته د نشه يي توکو نه د ډډې کولو امر کړی دی او پۀ دغه امر کې تاسې وکتل چې څومره ستر ، ستر حکمتونه پراتۀ دي! يوازې سګريټ وګورئ چې څومره زيان لري او عادتي ته پۀ خپل لوګي کې څومره پټې بلاوې لري او د هغۀ پۀ روغتيا څومره ناوړه اغېزه کوي ، او نۀ يوازې دا چې سکريټ څکول د عادتي ځواني خرابوي بلکې پۀ نږدې چاپېريال باندې هم بده اغېزه کوي ، پۀ کورني ژوند کې د يوې کورنۍ د غړو لۀ پاره څومره زيان پکې پروت دی ! حال دا چې نشه يي توکي د اسلام مقدس دين منعه کړي ، هغه يې ناروا ګڼلي دي او د منعه کولو لامل يې هم لۀ اخروي ګټو پرته پورتنۍ ټولنيزې ګتې هم دي .!