ياره ! خــــــبر مې شــــــــوې لۀ ياره ؟ يار مې وســــــوځاوۀ
ايلـــه وزګار شــــــومــــه لــــــــۀ کاره ، کارمې وســـوځاوۀ
د دۀ غــــــــمـــــونه به مې تـل پۀ اوږو بــــــار ګــــــرځـــــــول
نور مې ځان خلاص کړو لۀ دې باره ، بار مې وسوځاوۀ
چــنګـــېزلا څــــــۀ کــــوې ، چـــــنګېز نه هـم ورواوښــتمه
ښـــــــارونه پرېده ! د خـــــپـــل زړۀ بازار مې وســـــوځاوۀ
چا راته ووېل : د يارۍ خــــــــو ډېر بــــــاريـکــــه تار وي
مـــــا ويل پـــرېــده يــــاره ! دغـــه تــار مې وســــوځــاوۀ
چې هــــره ورځ پرې (فاطمي) پۀ بې رحـــــمۍ قـتلېدې!
بس دی نور خـلاص شـولې لۀ داره، دار مې وسوځاوۀ