مور، د ژوند ښکلا
په خدای قسم پرته له تا ژوندون مې خوند نه کوي
ته مې سکون ته مي ژوندون ته مې د ژوند بله ډیوه یې مورې
کله چې خدای په تا زما د درکونې پيرزو وکړه مورې
خوشحاله وې سوکاله وې او شکرونه دې کړل مورجانې
زه به ترهغه ستا خدمت کوم چې واړه په دنیا کې اوسو
غواړم له خدایه په ژوندون ستا د مینې ډکې دعا ګانې مورې
ستا قدمونه مې څارل چې زه جنت پیدا کړم
اوس په دې پوه شوم چې د جنت وسیله ته یې مورې
الله در کړي اوه واړه جنتونه زما ګرانې مورې
ستا له دعا پرته د ژوند ډیوه مې مړه ده مهربانه مورې
الله ته وایم، نیمایې کړي زما عمر ستا دعا لپاره
زه هیله مند یم چې د حج زیارت دې وکړم قهرمانه مورې
فیضي ټول عمرستا دعا باندې د ژوند لوړو موجو ته رسي
ستا د دعا له برکته اوس د خلکو په لیمو کې اوسي
ح... فیضي